جرمني کې یوه رد شوي پناه غوښتوونکي ځانته اور واچوه

جرمني چارواکي وايي چې یوه ایراني کډوال ،چې د پناه غوښتنې درخواست یې رد شوی و، ځانته اور واچوه، شدید ټپي شو او وسوزیده .

د چارواکیو په وینا، دا پنځه دیرش کلن کډوال د جرمني په جنوبي ښار گوپینجن کې یوه ځايي حکومتي دفتر ته تللی و. هغه دلته له دوه مامورینو د مرستې غوښتنه کړې وه، کله چې هغه خپل اسناد ښودلي و، نو مسوولینو یې د پناه غوښتنې درخواست رد کړی و.

ځايي مامورینو ویلي چې دوی ور سره مرسته کوله؛خو هغه غوسه شو، بوتل یې راواخیست، پر ځان یې خالي کړ او بیا یې اور واچو. دې دوه مامورینو له سیمې تیښته وکړه خو بل حکومتي مامور له جانپاکونو سره راغی او اور یې ګل کړ.

د جوپنګ مالي مسوول گونر سټولز (Günter Stolz ) یوه جرمني خبري اژانس ته ویلي چې مامورینو د دې پیښې په لیدلو شوک وخوړ ( وویریدل). د دویچوله په حواله، سټولز ویلي: (( ډیرو خلکو د دې سړي چیغې واوریدې.))

د جرمني چارواکیو په وینا، دا پنځه دیرش کلن سړی په چورلکه کې یوه نږدې روغتون ته ولیږدول شو، هلته یې شدید ټپونه تر درملنې لاندې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هارست سیهوفر( Horst Seehofer) په دې وروستیو کې د کډوالو په اړه یو نوی ماسټر پلان وړاندې کړی دی. د دې پلان د یوې برخې په توګه سیهوفر ژمنه کړې چې د کډوالو د مخنیوي لپاره به جدي اقدام کوي، د پناه غوښتنې پروسې ته به سرعت ورکوي او د رد شويو پناه غوښتوونکيو د شړلو لړۍ به چټکوي.

سیهوفر ویلي چې جرمني غواړي پناه غوښتوونکي د پناه غوښتنې په مرکزونو کې ځای پر ځای کړي، چیرته چې تر (۱۵۰۰ ) نور کډوال آن تر دوه کلونو پورې اوسیږي.

دغه کډوال تر هغې چې یې د پناه غوښتنې درخواستونه ونه منل شي، نشي کولای نورو ښارونو ته لاړ شي.

قاضیان به د پناه غوښتنې په مرکزونو کې کار کوي. د کومو پناه غوښتوونکيو د پناه غوښتنې درخواستونه چې تایید نشي، نو سیده به له همدې مرکزونو څخه خپلو وطنونو ته شړل کیږي.

د کورنیو چارو وزیر سیهوفر همدارنګه غواړي چې د شړل کیدونکیو لپاره د ساتنې امکانات زیات کړي چې له دغې پروسې څخه د تښتیدو مخنیوی یې وشي.

TMP – 13/06/2018