UNHCR، د ژمي په را رسیدو د یونان په ټاپو ګانو کې میشتو کډوالو ته اندیښمن دی

ژمی را روان دی، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د یونان په ټاپو ګانو کې د کډوالو د ژوند په اړه اندیښنه څرګندوي. د اکتوبر په شپږمه په یوه اعلامیه کې راغلي چې ملګرو ملتونو جوته کړې چې په یونان کې د کډوالو کیمپونو کې له اوسه ګڼه ګوڼه ده او تمه ده چې نور کډوال به هم را ورسیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي: (( په کیمپونو کې ګڼ کډوال په کوچنیو خیمو او داسې پناه ځایونو کې ژوند کوي چې د ژمې لپاره مناسب نه دي. حالات په خرابیدو دي او په دې منځ کې د نوو کډوالو ډير راتګ به لا وضعیت خراب کړي، باراني موسم او سړه هوا راتلونکې ده. ))
له (۱۵۰۰) ډیر کډوال چې حامله میرمنې او معیوبه خلک هم پکې دي، همدا اوس د لیسوس ټاپو په موریا کیمپ کې په داسې خیمو او پناه ځایونو کې ژوند کوي چې چت نلري او نه د ګرمولو لپاره کومې وسیلې.  دا ټاپو د ډیری رارسیدونکیو کډوالو لپاره له لومړنیو ځایونو څخه دی.
له (۴۰۰) ډیر کډوال د ساموس ټاپو په کیمپ کې د ژوند ناخوالې تجربه کوي او (۳۰۰) نور بیا چې کورنۍ او بې سرپرسته ماشومان هم پکې دي؛ د  لرګیو منځ  کې په خیمو کې ویده کیږي ځکه چې په اصلي کیمپ کې ځای نشته.
ملګرو ملتونو د یونان پر حکومت غږ کړی چې کډوالو ته د ګرموونکیو وسیلو په ګډون، د  ژمي اړتیاوې پوره کړي.

په یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو  د عالي کمیشنرۍ ( یو ان ایچ سي ار )  استازي فلیپ  لیکلرک (Philippe Leclerc) ویلي: ((  یو. ان. ایچ. سي . آر. په ټاپو ګانو کې د  داسې عمل غوښتنه کړې چې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، پناه ځایونه جوړ کړي، مواد ذخیره کړي او د مرستې مناسب شیان وویشي. تیر کال واورې او سړې هوا د هغو خلکو ژوند تریخ کړی و چې پناه ځایونو کې د هوا تودولو لپاره څه نلرل.
د یو. ان. ایچ. سي. آر. لخوا د چمتو شوو شمیرو له مخې، په سپټمبر کې له ترکیې څخه شاوخوا (۵۰۰۰) کډوال د یونان ټاپو ګانو  ته راغلي. دې شمیرې په ۲۰۱۷ کال کې د کډوالو ټولیزه شمیره (۲۰۰۰۰) ته لوړه کړې ده.