په زرګونو هغه کډوال چې د بیړیو په ذریعه له اسپانیا څخه برتانیا ته تلل، ونیول شول

د فرانسې په شمال کې تیر کال د کالایس کمپ د تړل کیدو په تعقیب، په زرګونو کډوال هڅه کوي چې د اسپانیا له بندري ښار بیلبایو څخه بیړیو کې بریتانیا ته واوړي.
تر دا مهال په روان کال کې د ( ۱۷۶۵) کډوالو مخه ډب شوې ده، دوی کوښښ کاوه چې سرحدي بیړیو ته ځان ورسوي. دا شمیره د ۲۰۱۶ کال په پرتله پنځه ځلې لوړه ده.
د اسپانیا د رسنیو د راپورونو په حواله، اوس د کښتیو ترمینل ته نږدې تر موټر وې لاندې او په پریښودل شویو ملکیتونو کې د خیمو واړه کمیپونه دي. ډیری کډوال د البانیا اوسیدونکي دي؛ خو د سوریې، عراق او افغانستان کډوال هم پکې شته.
د پولیسو په وینا دوی هغه کډوال درولي چې هره ورځ یې کوښښ کاوه چې په سرحد کې  د مساپرو او د کانټینرونو د انتقال کښتیو ته ځانونه ورسوي.
پولیسو د بندر شاوخوا ګزمې ډیرې کړي دي، خوځنده رادارونه او کیمرې یې نصب کړي او د بندر شاوخوا یې اغزن سیم تاو کړی دی.
په بندر کې د ګواردیا(Guardia) ملکي پولیسو صاحب منصب ویلي: (( ځینې وخت دوی [کډوال] په یوه ورځ کې دوه ځلې په کانټینرونو کې پټیږي.موږ خپل امنیت او کنټرول زیات کړی ترڅو دغه لار د کډوالو پر مخ وتړو.دا کار یو دروند بوج دی او دا بوج ډير شوی دی.))
د برتانوي بیړیو مرستیال روبرتو کاسټیلا(Roberto Castilla) ویلي چې ۶۶ کډوال انګلستان کې نیول شوي، دا هغه کسان دي چې له بیلبایو ښار څخه په کښتیو کې راغلي وو، له دوی څخه ۳۵ بیرته اسپانیا ته لیږل شوي. پاتې نور ماشومان او هغه خلک وو چې غوښتل یې د پناه اخیستنې لپاره درخواست وکړي. د انګلستان لخوا د بیړیو کمپنۍ جریمه شويدي، دوی به د هر ناقانونه کډوال په سر چې انګلستان ته یې انتقال کړي، جریمه ورکوي.
په می کې په یوه ورځ کې ۲۷ کډوال ودرول شول، دوی هڅه کوله چې په سرحدي کښتیو کې له بیلبایو ښار څخه پورسموټ ته راشي. په جون کې په یوه ورځ کې ۱۵ نور کډوال نیول شوي وو.