اروپايي سرحدي ځواکونه له کډوالو سره بد چلند کوي
TMP – 21/04/2017
د اکسفام راپور موندلې چې د غربي بالکان په لاره له کډوالو سره د مسوولینو لخوا تاوتریخوالی، زور زیاتی او ناقانونه چلند په یوه تکراري عمل بدل شوی دی.
د (خطرناکې لوبې) په نوم راپور له هغو کډوالو سره پر مرکو جوړ شوی دی چې د لویدیځ بالکان پر لاره ځي، دغه لاره له صربیا، هنګري، کروشیا، بلغاریا او د پخواني یوګو سلاویا جمهوریت مقدونیې څخه تیریږي.
راپور له کډوالو سره د یادو شویو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ناوړه چلند او زور زیاتی په ډاګه کوي، په دغو کډوالو کې ماشومان هم شامل دي.
په راپور کې له ( ۱۴۰) کسانو سره مرکې شوي؛ دوی ټولو ادعا کړې چې د سرحدي مقاماتو لخوا یې زور زیاتی ګاللی دی. کډوالو په همدې هیوادونو کې ،چې ترې تیریدل، د پناه اخیستو غوښتنې هم کړي دي.
راپور ښيي چې سرحدي مسوولینو کډوال په غیر قانوني توګه له یوه هیواده بل ته شړل، پرته له دې چې په انفرادي توګه یې دوسیې واوریدل شي، قانوني مرستې ترلاسه کړي یا ژباړونکي ته لاسرسی ولري او یا د دعوې لپاره کوم امکانات ولري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د اژانس دغه شمیرنې په ګوته کوی چی کډوال په دوامداره توګه په سیمه کی له خپلو ځایونو څخه یو ځای او بل ځای ته وړل کیږی.
د بیلګې په توګه: په صربیا کې د کډوالو یوې ډلې ته چې دوه کلن ماشوم هم پکې و، ویل شوي چې دوی به د کډوالو د هرکلي یوه مرکز ته ولیږل شي، خو د دې په ځای دوی د بلغاریا په سرحدي سیمه کې نیمه شپه په یوه ساړه ځنګل کې خوشې کړای شوي.
د مرکه کیدونکیو لوړه شمیره له افغانستان څخه راغلې ده او پاتې نور له پاکستان، سوریه، عراق، ایران، مصر او لبنان څخه راغلي دي.
د مرکه شویو له ډلې څخه (۷۵) یې له هنګري صربیا ته شړل شوي، (۱۹) یې له کروشیا څخه صربیا ته شړل شوي، (۴۴) یې له صربیا څخه بلغاریا یا مقدونیې ته شړل شوي، یو له مقدونیې څخه یونان ته شړل شوی او (۷) له بلغاریا څخه ترکیې ته شړل شوي دي. ځینې یې له څو ځایونو څخه څو ځلې شړل شوي دي.
دا مقاله شریکه کړي