انګلستان ته روان کډوال په کالایس کې په وسلوالې نښتې او لارې بندولو کې ښکیل دي
پنځه کسان وروسته له هغې ټپیان شول چې د فرانسې په کالایس کې د افغانانو دوه ډلو پر یو بل ډزې وکړې. دا پیښه د نومبر په ۲۵مه رامنځ ته شوه.
د پولیسو یوې ځايي سرچینې ډیلي میل Daily Mail ته ویلي: (( انساني قاچاقبر له هر نفره له چاینل څخه د تیرولو په بدل کې له ۱۰۰۰ ایرو ډیرې پیسې اخلي، که چیرې پیسې ورنکړل شي، نو سزا یې نوره هم درنیږي، نو ځکه قاچاقبرو په دې ډزو کې لاس درلود او کډوال ټپیان شوي.))
سرچینه وايي: (( یوه افغان په خیټه کې په ډزو لګیدلی و چی د هلیکوپتر په وسیله په لیلي (Lille) کې د پوهنتون روغتون ته انتقال شو.)) سرچینې زیاته کړې چې د سیالو ډلو تر منځ دا عامه خبره ده چې انګلستان ته انسانان قاچاق کوي.
په سلګونو پولیسو هغه سیمه تړلې وه چې وسلواله نښته پکې شوې وه، دوی په نښته کې کارول شوې وسلې لټولې.
دوه ساعته وروسته، یوه موټر چې افغان او عراقي کډوال یې لیږدول، د پولیسو لخوا لګول شویو موانعو سره ټکر شو، دوی له دې پیښې سره تړاو نه درلود خو افسرانو پرې ډزې وکړې.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې ،چې کالایس یې تر پوښښ لاندې دی، وویل: (( موټر د [سي. ار. سي] بلوا ضد پولیسو افسر وواهه، زنګون یې ور ته ټپي کړ نو ځکه نورو پولیس افسرانو ډزې وکړې. لږ تر لږه پنځه ډزې وشوې، موټر وه درول شو، څوک ټپیان نشول. په دې صحنه کې نهه کډوال ونیول شول.))
سرچینه وايي چې انساني قاچاقبر د شپږو عراقي او درې افغانانو په منځ کې وو او مخکې له دې چې قاضي ته وښودل شي، د پولیسو یوه خوندي مرکز ته ولیږدول شول.
دا مقاله شریکه کړي