د یونان په چویس ټاپو کې کډوال پرته له سرپناه پاتې دي

د یونان د چویس ټاپو په یوه عمومي کمپ کې کډوال په داسې حال کې ژوند کوي چې په کمپ کې له خپل ظرفیته دوه چنده زیات خلک اوسیږي. دا پنډغالی اصلاً د شاوخوا (۸۰۰) کسانو لپاره نخچه شوی، خو دا مهال پکې (۲۳۰۰) کډوال ژوند کوي.
په دې کمپ کې کډوال خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري، خو اصلي کمبود د کانټینرونو او خیمو او پناه ځایونو دی. ډیری کډوال د ساړه ژمي په مقابل کې د ژغورنې لپاره څه نه لري. یوه له دغه شان کډوالو څخه اته ویشت کلن عبدالمجید حسین دی چې د سوریې اوسیدونکی دی. دا سړی داسې پناه ځای نلري چې خپل دوه زامن، حامله میرمن پکې خوندي او تاوده وساتي.
هغه وايي: (( ساړه دي، ژمی دی، موږ خپلو ماشومانو لپاره کانټینر ته اړتیا لرو. د ځان په اړه فکر نکوم، خو زه ماشومان لرم او میرمن مې حامله ده. موږ له باران څخه ځانونه نشو ژغورلی.))
له پنډغالي څخه داسې خبرونه ترلاسه شوي چې کډوال په زوره مجبوریږي چې په کمپ کې خیمه واخلي. د عراق اوسیدونکی قسیم د یوې خیمې لپاره ۴۵ ایرو ورکړي. هغه د یوې بلې داسې کورنۍ کوربه دی چې نشي کولای ځانته خیمه واخلي.
د پناه ځایونو له کمبود سربیره، په کمپ کې کډوال د پناه غوښتنې د درخواستونو له ورو بهیره هم سر ټکوي.
د عراق اوسیدونکی ۲۹ کلن محمود اکلا وايي: (( موږ یوازې انتظار کوو. ولې داسې کیږي؟ ماشوم زوی مې ناروغ دی او موږ اړ یوو چې لوی روغتون ته یې بوځوو.))
د ایرو نیوز خبریال اپوسټولوس سټایکوس (Apostolos Staikos) د وینا له مخې هره میاشت شاوخوا ۲۰۰ کډوال له چویس ټاپو څخه اتن ته لیږدول کیږي. په هر صورت، ډیر نور له ترکیې راځي ( د میاشتې په حساب) کمپ ډک دی او د نورو خلکو ګنجایش نلري، نو ځکه کډوالو شاوخوا خیمې وهلي.
ضمناً، د لیسوس ټاپو ځايي مسوولین پر اتن فشار راوړي چې په دې ټاپو کې د کډوالو له هجوم سره د مخامخ کمپ د وضعیت ښه کولو لپاره نور کار وکړي.
د لیسوس ښاروال سپیروس ګالینوس (Spyros Galinos) باوري دی چې په ټاپو کې د کډوالو ډیروالي د ځايي اوسیدونکیو په منځ کې نا امني خپره کړي او له حکومته غواړي چې له دې مزدحم کیمپ څخه کډوال د یونان خاورې ته انتقال کړي.