د انساني قاچاقچیانو شبکه دړې وړې شوه

(Euro Just)د اپریل په لسمه، د اروپايي ټولنې د عدليي همکارۍ څانګې
وویل چې اتریشي او رومانیایي امنیتي ځواکونو (۱۱( هغه کسان ونیول چې اروپا ته د ناقانونه کډوالو په قاچاق تورن وو.
باور دی چې دغې شبکې له ګڼو هیوادونو؛ لکه افغانستان، سوریه، عراق او پاکستان څخه کډوال قاچاق کول او له هر یوه څخه یې له (۱۸۰۰) ډالرو څخه آن تر (۸۰۰۰) ډالرو پورې اخیستل. کډوال په ناقانونه توګه له ترکیې څخه بلغاریا، صربیا، کروشیا، سلوانیا ، هنګري او بیا لویدیځې اروپا ته قاچاق کیدل.
د اسوشیټیډ پریس اژانس په حواله، پر دغو قاچاقبرو شک دی چې له پولې څخه د تیریدو لپاره یې د هنګري سرحدي پولیسو ته بډې ورکولې. د یوه ګډ عملیات په ترځ کې چې د رومانیا په لویدیځه برخه کې ترسره شو، پولیسو ۲۵ ملکیتونه وپلټل؛ اسناد، موبایلونه او پیسې یې ضبط کړې.
ایرو پول، د اروپايي اتحادیې د قانون نافذونکې ادارې، په یوه بیانیه کې ویلي چې په نیول شویو قاچاقچیانو کې یو پاکستانی هم و او نورو بیا اروپايي تابعیت درلود.
ایروجسټ(د عدليي همکارۍ څانګې ) ویلي: (( یوازې په ۲۰۱۷ کې دغه سازمان شوې جرمي ډلې له رومانیا څخه اتریش ته په شپږو سترو جوپو کې د کډوالو په انتقال مسووله وه چې د ملي قانون نافذونکیو مسوولینو لخوا یې مخه نیول شوې وه. ))
د ایرو پول یوه ویاند وویل: (( انساني قاچاقبر له شنو سرحدي سیمو څخه ډیره کمه استفاده کوي، د ځنګلونو او او کروندو له لارې، د بیلګې په توګه؛ لکه څرنګه چې د بالکان په هیوادونو کې د سرحدونو د کنټرول میکانیزمونه پیاوړي دي په ځانګړې توګه د اروپا په بهرنیو پولو او شینګڼ سیمو کې، قاچاقبر اوس د لیږد لپاره له مختلفو وسیلو کار اخلي، لکه لارۍ. ))
ایرو پول همدارنګه ویلي چې هغه جنایتکاره ډلې چې په ناقانونه توګه انسانان قاچاق کوي، د هغو کډوالو ژوند په خطر کې اچوي چې اروپا ته ځي، د دوی د انتقال طریقې ډیرې خطرناکه شوي دي.

TMP – 17/05/2018