د همکاریو د تړونونو لاسلیک د افغانستان – ازبکستان ملګرتیا لا پسې ټینګوی

ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه ازبکستاني سیال شات میرزایوف د ډسمبر په پنځمه، د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د طلوع نیوز راپور په حواله، د دواړو ولسمشرانو تر منځ په اقتصادي، امنیتي، روغتیا، بریښنا، زراعت او لوړو زدکړو په برخه کې له شلو ډیر نور تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
د تړون له لاسلیک وروسته یوه ګډه خبري ناسته وشوه. په ناسته کې میرزایوف په ډاګه کړه چې هیواد یې په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه ټینګ ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: (( تاشکند له افغانستان سره د اقتصادي او امنیتي برخو په ګډون ټولو همکاریو ته لوړ اهمیت ورکوي. د دواړه ملتونو ترمنځ د همکاریو لاسلیک شوي تړونونه، میلیونونه ډالره ارزښت لري. ))
د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریوو د لاسلیک شویو تړونونو له عملي کیدو څخه د څار لپاره به، یو ګډ کمیسیون وټاکل شي. همدارنګه د ازبکستان یوه نوې قونسلګري به هم په افغانستان کې ژر پرانیستل شي.
ولسمشر غني په افغانستان کې له سولې او ټیکاو څخه د ازبک ولسمشر له ملاتړه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ازبک رهبر د سیمه ییزو همکاریو د اجنډا لپاره لاره هواره کړه.
غني، وویل : (( د افغانستان حکومت او خلک غواړي چې ازبکستان یې سوداګریز ملګری شي او دا به د دواړو هیوادونو په ګټه وي. ))
تمه ده چې د همکاریوو تړونونه به په افغانستان کې اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکړي او کاري فرصتونه به برابر کړي او هیواد کې به اجتماعي او اقتصادي ټیکاو ته ترقي ورکړي.