افغانې میرمنې د بڼوالۍ پروګرام له لارې خپلواکي ترلاسه کوي
افغانه میرمنه فریده د کابل د قره باغ ولسوالۍ په کاکره کلي کې اوسیږي او اوس د هغې ټوله اوه کسیزه کورنۍ له هغو خوړو څخه استفاده کوي چې هغه یې په خپله شنه خونه کې تولیدوي.
فریدۍ په لومړي سر کې د میوو او سبو په کرلو پیل وکړ، وروسته هغه پوه شوه چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام میرمنو سره د خوړو او باغدارۍ په برخه کې مرسته کوي. بیا ډیر ژر فریدې، د یاد شوي ملي پروګرام په ټرینینګ کې برخه واخیسته او په بریا سره د ټرینینګ له بشپړولو وروسته، فریدې د یوه بزګر په توګه کار پیل کړ. په ۲۰۱۶ کال کې هغې د خپلو سبو د پلورلو له لارې له (۶۰۰۰۰) ډیرې افغانۍ تر لاسه کړې.
د دې نوو مسلکي مهارتونو په زده کولو سره، فریدې دا توان پیدا کړ چې خپلواکي ( اقتصادي خپلواکي) ترلاسه کړي او د تعلیم په لاره کې د خپلو ټولو ماشومانو ملاتړ وکړي.
فریده وايي: (( زه اوس ډیره خوشحاله یم، ما د خپلو ماشومانو اړتیاوې پوره کړې. زه د ډیرې خوشحالۍ احساس کوم چې کله ګورم خپل ماشومان مې ښوونځي ته ځي او دا خوشحالي را څخه هغه ټول کړاوونه هیروي چې پخوا مې ګاللي وو. ))
اوس، هغه نورې میرمنې دې ته هڅوي چې د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام په روزنیزو برنامو کې برخه واخلي او دا زده کړي چې څنګه ځان ته د بڼوالۍ کاروبار پیدا کړي.
د کډوالۍ له پروژې سره، د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام یوه حمایتی کارشناس اسدالله اسد، د دغه پروګرام بریاوې داسې تشریح کړې:
(( د بڼوالۍ او مالداري ملي پروګرام؛ د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت تر څارنې لاندې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي. دا د ګڼو پروګرامونو ملاتړ کوي چې د افغان بزګرانو د فقر په کمولو کې مرسته وکړي او بزګرانو سره کومک وکړي چې باغونه جوړ کړي، د چرګانو فارمونو ته وده ورکړي. دا پروګرام د افغانستان له ۲۸ په ډیرو ولایتونو کې روان دی او د هیواد د ننه یې په زرګونو کارونه پیدا کړي دي. ))
اسد ټینګ باور لري چې د اقتصادي فرصتونو وده د دې تضمین کوي چې ځوانان خپل وطن کې پاتې شي او د پرمختګ لپاره یې کار وکړي. هغه زیاتوي: (( هغو ځوانانو ته چې له خپل وطن څخه کډوال کیږي، زما پیغام دا دی چې د نامعلومه راتلونکې لپاره وطن مه پریږدئ. په خپل وطن کې پاتې شئ، او په وطن کې له شته فرصتونو ګټه واخلئ. ))
دا مقاله شریکه کړي