د کوچنیو پورونو روزنیز پروګرام له ځوانو افغان میرمنو سره د دندو په موندلو کې مرسته کوي

په ټولیزه توګه ۷۵ افغانې میرمنې په دې وروستیو کې د یو اس ای ډي لخوا جوړ شوي، د کوچنیو پورونو له روزنیز پروګرام څخه فارغې شوې. دغه پروګرام چې د افغانستان د کوچنیو پورونو ټولنې لخوا پلی شو، په نهو میاشتو کې یې میرمنې په تخنیکي او اداري مهارتونو سمبالې کړې، دا مهارتونه به له دوی سره د بانکوالۍ او د  سپکو پورونو په برخه کې د دندو په ساتلو کې مرسته وکړي.

دا پروګرام د اوس لپاره په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې عملي شو. روزل شويو کسانو ته د کوچنیو پورونو لپاره د افغانستان په لومړني بانک، د افغانستان د کلیوالي مالي کمپنۍ، د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو بنسټ، او اکسوس (OXUS)  کې ځای ورکړل شو. د اوس لپاره له روزل شویو کسانو څخه یوولسو ته د هغو ادارو لخوا چې دوی ورته داخلې شوي دي،  د پوره ورځې دندې وړاندیزونه شوي.
په یو اس ای ډي کې د جندر د برخې مشره سوسن ډیکامپ (Susan Decamp)وايي: پیسو ته د شخصي کار و بار لرونکیو او خپله ځانته د دندې پیدا کوونکیو میرمنو د اسانه لاسرسي لپاره مهم ګام دا دی چې بانکونو او کوچنیو پورونو برخه کې  په منځنۍ او لوړې کچه د ښځو شمیره لوړه شي.

په مالي برخه کې د ښځو ډیروالی په ځانګړې توګه د تصمیم نیونې او پور ورکونې په څانګه کې، مالي خدمتونو ته د  ښځو لاسرسی اسانوي.

د لومړني بریالي روزنیز پروګرام په تعقیب، د افغانستان د کوچنیو پورونو ادارې او میرمنې په اقتصاد کې د ادارې لخوا سر له اوسه د روزلو دویم پړاو چمتو کړی دي.  مالي بنسټونه؛ لکه متحد، ایکسچینجر زون او لاس په لاس کې ( Hand in Hand) هم له دې پروژې سره یو ځای شويدي او موافقه یې کړې چې ښځینه شاګردانې به مني.

د افغانستان د سپکو( کوچنیو) پورونو ټولنې اجرایوي مشر نجیب الله صمیم وايي: ((سر بیره پر دې، په مالي برخه کې د ښځینه کار کوونکیو د شمیرې لوړولو لپاره، دا پروګرام زموږ غړو ته فرصت ورکوي چې روزل شوې میرمنې وګوماري او ښځینه کارکوونکې مشخصې کړې؛ دا به له دوی سره مرسته وکړي چې متشبثو میرمنو ته غوره مالي  خدمتونه چمتو کړي.))