د پولیسو په ډزو ټپي شوې دوه کلنه عراقۍ کردۍ مړه شوه

د دوه کلنې عراقۍ کردۍ (مواده) مړینه، د ناقانونه کډوالۍ د تلفاتو تازه پیښه ده.

د می په اولسم(۱۷) سهار، د بلجیم پولیسو د دغه هیواد او فرانسې سرحد ته نږدې د مونس ښار ته څیرمه د یوه شکمن سرپټي موټر په اړه خبر ترلاسه کړ. وروسته یوه پولیس د نامور او میزیریز سیمو ترمنځ دا موټر تعقیب کړ، پولیس افسرانو یې د درولو لپاره پرې ډزې وکړې.

دغه موټر چې د ادعا له مخې، د یو قاچاقبر لخوا چلول کیده، له یوه بل موټر سره ټکر وکړ او د دې لپاره چې ونه نیول شي، موټروان ترې ټوپ کړل. په موټر کې پاتې کسان چې (۳۰) عراقي کردان وو، د پولیسو لخوا د پوښتنو لپاره توقیف خونو ته راوړل شول.

له بیړنۍ خونې څخه لومړني راپور په غلطۍ سره ښودلې وه چې په سر کې ټپ یې د مړینې لامل شو، خو څارنوال فریدریک باریسیو (Frederic Bariseau) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې معایناتو ښودلې چې د مړینې لامل هغه مرمۍ وه چې پر مخ یې لګیدلې وه
مواده نږدې شفاخانې ته په لاره، امبولانس کې مړه شوې. د هغې پلار او درې کلن ورور د دې پیښې په وخت کې د موټر په شاته برخه کې ناست وو چې هیڅ یو یې نه دی ټپي شو.

پولیسو کې د ګومارنې لپاره د بلجیم اصول ډیر جدي دي. دوی یوازې هغه وخت د ډزو کولو حق لري چې په خطر کې واقع شي. پولیسو داخلي پلټنه پیل کړې چې معلومه کړي دا نجلۍ څه ډول وژل شوې او په موټر کې وسله وه. دا تعقیب د پولیسو ۱۵موټرو او ۳۰ پولیس افسرانو پای ته رسولی.

راپور وايي چې له فرانسې سره د بلجیم پوله یوه له هغو موقعیتونو څخه ده چې هغه کډوال ځانته جلبوي کوم چې غواړي برتانیا ته واوړي، دوی له سرحده د لاریو په ذریعه قاچاق کیږي.