په پاریس کې کډوال کانال ته د غورځیدو (ډوبیدو) له خطر سره مخ دي
له ( ۲۴۰۰) ډیر کډوال دا مهال د پاریس د مارتین کانال پر غاړه تر یوه نږدې پول لاندې په خیمو کې اوسیږي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د رویټرز اژانس د خبر په حواله، دوه کډوالو وروسته له هغې ژوند له لاسه ورکړ چې په ویاله کې ولویدل.
دغه کډوال ،چې یو یې افغان او بل یې په اغلب ګومان د سوډان و، دواړه په همدې کیمپ کې اوسیدل.
په فرانسه کې خیریه ادارو اندیښنه ښودلې چې که د حالاتو ښه کولو لپاره کار ونشي، نو په خود ساخته کیمپونو کې د کډوالو ژوند په خطر کې دی، دا خطر له یوې خوا کانال ته د غورځیدلو دی او بل دوی له تاوتریخوالي کړیږي.
د (Terre d’Asile) په نوم د فرانسې د یوې خیریه ادارې مشر پیري هنري Pierre Henry ویلي: (( که دغه حالت دوام وکړي، دلته به یوه بله ډرامه برپا شي، دلته به یقیني مړینه رامنځ ته شي. د همدې لپاره زه پر عامه چارواکیو غږ کوم چې لاس په کار شي او دلته چې څوک دي، پناه ځایونه ورته ورکړي.))
د خیریه ادارو د کارکوونکیو په حواله، د کیمپ ځینې کډوال او پناه غوښتونکي په همدې کانال کې لامبي، ځینې نور بیا د نورو خلکو د مسلسلو بریدونو تر خطر لاندې دي، بریدګر غواړي چې د دوی شیان ولوټي.
پاکستانی کډوال سلیمان چې ۲۴ کاله عمر لري، په دې وروستیو کې د هغو خلکو لخوا وهل شوی چې د ده شیان یې لوټول او ده یې مخنیوی کاوه.
سلیمان ویلي: (( دلته ډیر زیات بد خلک دي. زما مخ ته وګوره، ما پرون جګړه وکړه. خلکو زما تیلفون واخیسته. ما ۳۰۰ ایرو لرلې، هغه یې رانه واخیستې.))
د پاریس ښاروالي او د فرانسې ملي حکومت له حالاتو سره د مقابلې په څرنګوالي کې اختلاف لري. دواړه یو بل ملامتوي. ملي حکومت غواړي چې کیمپ خالي کړي او د پاریس ښاروال انی هایډالګو(Anne Hidalgo )فکر نه کوي چې دا به ښه حل لاره وي.
TMP – 07/06/2018
دا مقاله شریکه کړي