د جرمني په یوه ښار کې د یوې ځايي نجلۍ له وژنې وروسته په سلګونو کسانو د کډوالو پر ضد مظاهره وکړه
د جرمني د کانډیل ښار په سلګونو اوسیدونکي وروسته له هغې لارو ته راووتل او مظاهره یې وکړه چې د همدې ښار یوه ځوانه نجلۍ د خپل پخواني افغان ملګري لخوا ووژل شوه.
د ځايي رسنیو د خبرونو په حواله، دغه ځوانه نجلۍ د ډسمبر په ۲۷مه، د یوه پنځلس کلن افغان کډوال چی پخواني ملګري یی وو، لخوا د درملتون مخې ته په چاقو ووژل شوه.
مظاهره چیانو دعوه کوله چې کډوالو یې ښارته نا امني او خطرونه له ځان سره راوړي دي؛ دوی د (( موږ امنیت غواړو)) شعار ورکاوه.
ضمنا، د کانډیل ښار نور اوسیدونکي بیا په مرکزي څلور لاري کې راټول شوي وو او له کډوالو یې ملاتړ کاوه او توکمپالنه یې ردوله. د کډوالو په ملاتړ لاریون کوونکیو باینرونه ځان سره لیږدول او ویل یې: (( د توکم پالنې پر وړاندې را پورته شئ.))
دغه تورن افغان هلک د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې په انفرادي توګه جرمني ته راغلی و. دا هلک د برید په وخت کې د ځوانانو لپاره په جوړ شوي استوګنځي کې اوسیده.
د “انجلیکا موهلیگ” (Angelika Mohlig) په نوم یوه څارنواله وايي چې دې هلک له قرباني شوې نجلۍ سره پخوا، له څو میاشتو راهیسې انډیوالي لرله؛ خو نجلۍ د ډسمبر په لومړیو کې خپله انډیوالي ختمه کړه. د نجلۍ له وژلو مخکې، خپله همدې نجلۍ او مور و پلار یې پولیسو ته د هلک له خطرناک چلنده شکایت کړی و.
دغه افغان هلک اوس په قتل مجرم پیژندل شوی. دې پیښې د کانډیل اوسیدونکیو ته ټکان ورکړ. د یادونې وړ ده چې په یوه ورته پیښه کې په فریبورګ ښار کې یوه افغان هلک د طب یوه محصله وژلې وه.
جرمني ته په ۲۰۱۵ کال کې چې د کډوالۍ لوړه څپه راپورته شوه، شاوخوا یو میلیون پناه غوښتوونکي راغلي دي. په هر صورت لومړۍ وزیره انګیلا میرکل د خپلې پرېکړې له مخې تر نیوکو لاندې ده. اوس د هغې د محافظه کاره ګوند او مرکزي کیڼ اړخي سوشیال ډموکراټ ګوند تر منځ د شوې هوکړې له مخې به هر کال ۲۲۰۰۰۰ پناه غوښتونکیو ته اجازه ورکړل شي.
دا مقاله شریکه کړي