افغان میرمنه د را شړلو له ګواښ سره مخ ده

یو سل او شپږ کلنه افغانه میرمن چې دوه کاله مخکې په خطرناکو لارو تر اروپا رسیدلې وه، د پناه غوښتنې درخواست له رد کېدو وروسته له سویډن څخه د راشړل کیدو له ګواښ سره مخ ده.
د بي بي خال ازبک په نوم دغه میرمن په سختۍ خبرې کوي او په کټ کې پرته وي. کورنۍ یې سویډن ته د را رسیدو لپاره د بالکان له لارې پیاده او په ریل ګاډي کې مزلونه کړي. ډیری وخت دوی دغه بوډۍ په شا ګرځوله. دوی اوس د مرکزي سویډن په یوه کوچني کلي کې اوسیږي.
د سویډن د کډوالو ادارې اسوشییډ پریس ته د یوې بیانیې له لارې تاید کړې چې دوی په دې قضیه کې د اخراج پرېکړه کړې. په بیانه کې راغلي: (( په عمومي توګه لوړ عمر د پناه اخیستنې دلیل نشي کیدای.))
د هغو کډوالو چې د پناه غوښتنې درخواست یې رد شي، درې ځلې کولای شي محکمې ته ولاړ شي، خو دا لړۍ ډیر وخت نیسي.
د بي بي خال کورنۍ وايي چې د هغې بدني حالت د دې تاب نلري چې بیرته افغانستان ته لاړه شي او په همدی دلیل د استیناف غوښتنه یی کړی تر څو د ژوند وروستۍ شیبې دلته سویډن کی تیرې کړي.
د بي بي خال لمسی محمد ازبک الجزیرې ته ویلي : (( زه نپوهیږم چې ولې هغه بیرته ګرځوي؟))
تیر کال په سویډن کې  له (۴۵۴۲) زیاتو پناه غوښتوونکیو خپل غوښتنلیکونه بیرته واخیستل او دا وطن یې پریښود. دا ځکه چې دا سلسله ډیره اوږده ده، له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو قوانین سخت دي او کار پیدا کول هم مشکل دي.