کډوالو ته د جرمني د لومړې وزیرې پیغام:” چیرته چې اوسئ، هملته پاتی کیدل در ته خوندي دی “

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د فبروري په درېیمه، مالټا کې د اروپايي ټولنې په غونډه کې له کډوالو وغوښتل چې خپل ژوند د قاچاقبرو منګولو ته ونه سپاري. هغې په ټینګار سره وویل: (( کډوالو ته دا غوره ده چې  خپلو هیوادونو ته نږدې په خوندي توګه وه اوسي.))

مرکل، همدارنګه وویل چې  اروپايي ټولنه په پلان کې لري چې  کډوالو ته مرستې چمتو کړي  او هم  ورته  خپلو اصلي هیوادونو ته نږدې کیمپونه جوړ کړي.   

د نوموړې د څرګندونو له مخې، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې د کډوالو  اصلي هیوادونو ته نږدې خوندي پناه ځایونه جوړ کړي په همدې موخه اروپايي ټولنې د لیبیا له حکومت سره د (۲۰۰) میلیونه یورو د مرستې ژمنه وکړه.  په دې مرستې سره به د لیبیا ساحلي ساتوونکي وروزل شي چې د هغو کښتیو مخه ډب کړي، کومې چې له همدې سواحلو څخه اروپا ته د رسیدو هڅې کوي. په راتلونکې کې د ژغورنې ماموریت دا دی چې اروپا ته د کډوالو د رسولو په ځای، هغوی په خوندي توګه بیرته لیبیا ته وګرځول شي.  

له لیبیا سره په والیتا کې  د ایټالیې لاسلیک شوی تړون، هغه قرارداد ته ورته دی کوم چې  له ترکیې سره  د (۲۰۱۶ ) کال په مارچ کې شوی دی. د دغه تړون له مخې، هغه ناقانونه کډوال چې یونان ته را رسیږی او هلته نیول کیږی او یا یې د پناه غوښتنې درخواست ردیږی، بیرته ترکیې ته شړل کیږی.

د اروپايي ټولنې رهبرانو لپاره افریقا څخه اروپا ته د مهاجرت لړۍ د فکر وړ ده  او دغه رهبران  له هغو هیوادونو سره هم په همکارۍ  ټینګار کوي چې  د کډوالو له اصلي هیوادونو سره ګډې پولې لري.

انګیلا مرکل ویلي چې د اروپايي ټولنې موخه دا ده چې له اردن او لبنان سره داسې معامله وکړي چې د کډوالو مخه ډب شي.