له جرمني څخه نور شړل شوي افغان کډوال کابل ته راورسیدل
TMP – 06/03/2017
له جرمني څخه د کډوالو د راشړلو په لړ کې ګڼ شمیر هغه افغان پناه غوښتونکي راوشړل شول او کابل ته راورسیدل چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي وو. له هغو (۵۰) کډوالو څخه چې باید اخراج شوی وای، (۱۸) یې د فبروري په ۲۳ مه، کابل ته راورسیدل.
تیمور شاه حمیدي د کابل نړیوال هوايي ډګر یوه چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په دغو راشړل شوو کسانو کې یو بوډا او نور ټول ځوانان دي، د دوی کرايي (چارتر) الوتکې د جرمني له مونیخ هوايي ډګر څخه الوت کړی و.
د انګیلا مرکل کابینې همدارنګه د فبروري په ۲۲مه، یوه داسې نوې لایحه تصویب کړې چې له مخې به یې د افغان کډوالو د را شړلو لړۍ چټکه شي.
د را شړل شویو کسانو درېیمه ډله د هغې هوکړې برخه ده چې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې تر منځ شوې ده. د دې هوکړې موخه دا ده چې ناکام پناه غوښتوونکي بیرته هغو ولایتونو ته لاړ شي چې خوندي ښکاري.
د تیر کال له ډسمبر راهیسې، شاوخوا (۸۰) افغان کډوال له جرمني څخه راشړل شوي، دا هغه کسان وو چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي او په کرايي (چارتر) الوتکوکې کابل ته را رسیدلي دي. د کډوالو په زیات راتګ د جرمني
حکومت تر فشار لاندی دی او د رایټ وینګ پاپولیست ګوند مینه وال لدی امله زیات شوی چی د کډوالو ضد مبارزی ته لمن وهی چی له امله یی خارجیانو سره نفرت او د هغوی پر وړاندې جرمونه مخ په زیاتیدو دي.
د کډوالو د بیرته را شړلو د چټکتیا لپاره د نوې لایحې د یوې برخې په توګه، د جرمن اړوند چارواکي اجازه لري چې د پناه غوښتوونکیو ځیرک تیلفونونه او نور ډیجیټلي وسایل وپلټي چې د دوی شناخت او تابعیت مشخص کړي، په هغه صورت کې چې دوی دعوه وکړي چې پاسپورت یې ورک شوی دی.
دا مقاله شریکه کړي