په نوي ډهلي کې افغان ماشومانو ته د هیلو یو څرک

شاوخوا (۱۰۰۰۰) افغان کډوال د هندوستان په نوي ډهلي کې ژوند کوي. د دوی لپاره په دولتي او شخصي ښوونځیو کې داخله ستونزمنه وه؛ خو اوس ګڼې ادارې کار کوي چې دوی ته اساسي زده کړې چمتو کړي.

له دغو ادارو څخه یوه یې د بریج اکاډمي ده چې افغان نوو ځوانانو ته یې په نوي ډهلي کې ښوونځی جوړ کړی. دې ښوونځي په سلګونو افغان ماشومانو ته دا زمینه برابره کړې چې زده کړې وکړي او خپلې زده کړې بشپړې کړي. په دې اکاډمۍ کې دوی ته انګریزي، ساینس، ریاضي او ټولنیز موضوعات تدریس کیږي.

د یاد شوي ښوونځي افغانه زده کوونکې سارا وايي: (( د هندوستان او افغانستان د ښوونې سیستمونه سر ډیر توپیر لري. بریج اکاډمۍ راسره ډیره مرسته وکړه. تیر کال دې اکاډمۍ ته راغلم او تر اوسه پکې یم. دلته مې ګڼ شیان زده کړل؛ لکه ارتباطات او ژبه. ښوونکي ډير ښه دي، دوی راته یواځې مضامین  نه تدریسوي، بلکې مرسته راسره کوي چې پر اساسي مفاهیمو هم پوه شوو. ))

دا ښوونځی د عالي لیسې د شهادتنامې معادل اسناد چمتو کوي. که چیرې زده کوونکي اخري ازموینې کې بریالي شي، دوی ته د فراغت داسې سند ورکول کیږي چې په امریکا متحده ایالاتو کې هم اعتبار لري او لرونکي یې کولای شي خارج کې ډیرو پوهنتونونو ته د داخلې لپاره درخواست ورکړي.

د زده کوونکيو لپاره ستره ننګونه پر انګریزي ژبې نه پوهیدل دي؛ ځکه د دوی ډیری برخې په افغانستان کې په دري ژبه زده کړې کړي دي.

د بریج اکاډمۍ مدیر ډیويډ وايي: (( څرنګه چې دوی په انګریزي کې زده کړې نه دي کړي، نو دوی مجبور دي له صفره پیل وکړي. خو که چیرې یې انګریزي د ګوزارې وړ وي، نو موږ یې په اتم ټولګی کې شاملوو. د دوی انګریزي تقویه کیږي او د ساینس، اجتماعي علومو او ریاضیاتو ترمینالوژي ور ښودل کیږي. دا سخته ده خو موږ له حالاتو سره مقابله کوو او خپلې هڅې کوو، تر څو د ټولنې ددې  طبقی خدمت وکړو. ))