کډوالې میرمنې او نجونې د یونان د مهاجرو په پنډغالي کې له ځورونې سره مخ دي
د بشري حقونو څار ادارې د یونان پر مقاماتو تور لګولی چې ګوندې د لیسبوس په ټاپو کې د کډوالو په کیمپ کې میشتو پناه غوښتوونکیو میرمنو او نجونو ته د کافي خونديتوب په چمتو کولو کې ناکام شوي دي.
دغې غیر حکومتي ادارې د لیسوس ټاپو په موریا کیمپ کې له ۲۵ اوسیدونکیو میرمنو او نجونو سره مرکې کړي دي. دوی په ډاګه کړې چې په کیمپ کې له ځورونې، د نرانو لخوا له تاوتریخوالي او روغتیايي خطرونو سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار اداره باور لري چې دغه خطرونه د نا مناسب امنیتي حالت، حفظ الصحې او د هغه سیستم د ناکامۍ له کبله دي چې د متضررو کسانو اړتیاوې په ګوته کړي.
هغه میرمنې او نجونې چې مرکې ور سره شوي، په ډاګه کړې یې ده چې په موریا کیمپ کې پراخه جنسي ځورونې او مسلسله ناامني ده او ویلي یې دي چې مقاماتو د دوی د خونديتابه لپاره کوم وړ ګام نه دی پورته کړی.
یوې میرمنې ویلي چې یو پناه غوښتوونکی ور ته نږدې شوی او د پیسو مقابل کې یې ترې د جنسي اړیکې غوښتنه کوله. ډیرو ویلي چې دوی موریا کیمپ کې په یواځې توګه د ګرځیدو په مهال ځان خوندي نه محسوسوي او چې کله خپل پناه ځای پریږدي نو په ډله ییزه توګه ځي او یا له کوم نارینه خپلوان سره یو ځای ځي.
د خوندیتوب په اړه اندیښنو او ناوړه امکاناتو حمامونو او تشنابونو ته د نجونو او میرمنو د لاسرسي مخنیوی کوي. ښځینه کډوالو ویلي چې په موریا کیمپ کې تشنابونه او حمامونه خوندي او پټ نه دي او دوی ویریږي چې یواځې لاړې شي. یوې پنځلس کلنې نجلۍ ویلي: (( موږ یو چاته وایوو چې را سره لاړ شي او یا خپل ځانونه نه وینځوو.))
د یونان مقامات په موریا کې له ګڼې ګوڼې، ناوړه روغتیايي وضعیت، چاپریال ساتنې او د خوندیتوب له خطرونو خبر دي، خو د حل لپاره یې اقدام نه دی کړی. دغه خبرې هغو مامورینو او مرستندویه کارکوونکیو ،چې په موریا کیمپ کې ورسره مرکې شوي، د بشري حقونو څار ادارې ته کړي دي.
په ځینو حالاتو کې مسوولین په دې کې پاتې راغلي چې متضررې میرمنې او نجونې په ګوته کړي او د ځای او خدمتونو په چمتو کولو کې د هغوی مرسته وکړي. په دوی کې حامله میرمنې او هغه میرمنې هم شاملې دي چې تازه یې زیږون کړی، همدارنګه په دغه ډله کې د جنسي ځورونو او د نورو جدي بدني او روحي تاوتریخوالي، د قاچاق قربانیان او معلول وګړي هم شامل دي.
د بشري حقونو د څار په اداره کې د میرمنو د حقونو څیړونکې هیلاري مارګولیس (Hillary Margolis) وايي: (( په موریا کیمپ کې د میرمنو د روغتیا او خوندیتوب لپاره خطرونه ډیر ویرونکي دي لکه څنګه چې ژمی را رسیدلی، د دوی حالت به نور هم خراب شي. ))
دا مقاله شریکه کړي