د ایټالیې پولیسو له کډوالو یو کیمپ تصفیه کړ

TMP – 20/03/2017

د مارچ په لومړۍ، شاوخوا سل پولیس او اور وژونکي د ایټالیې په جنوب کې یو ناقانونه کیمپ ته لاړل چې له پاتې  ۵۰۰   کډوالو یې هم پاک کړي. دغه کیمپ د سان سیویرو او ریګنانو ګار ګانیکو د ښارونو تر منځ پروت دی.د اټکل له مخې ۳۰۰۰ کډوال  د ګرانډ ګیتو کیمپ په یوه برخه کې اوسیږي.

په  [ګریټ ګیټو] مشهور د کوډلو په دغه ښارګوټي کې له لرګیو، کاغذي ګتو او پلاستیکونو جوړ شوي پناه ځایونه عمدتا د افریقايي کډوالو دي چې په نږدې کروندو کې کار کوي. له دوی څخه شاوخوا (۱۰۰) کډوالو کیمپ پریښودلو سره مخالفت کاوه؛ دوی په دې ویره کې وو چې هسې نه خپلې دندې هم له لاسه ورکړي.

کله چې پولیسو د دغه کیمپ د تصفيې لپاره عملیات پیلول، نو دوه ورځې وروسته  یو ستر اور له کیمپ څخه بیرون ولګیده او د مالي (لویدیځې افریقا هیواد) دوه کډوال یې ووژل.

باور دا دی چې اور د مارچ په درېیمه د جمعې سهار وختي ولګیده او په چټکۍ د کیمپ له یوې برخې را تاو شو.

ایټالوي خبري اژانس د یوه اور وژونکي له خولې ویلي چې اور لګیدنه له بیرون څخه نه وه.

څیړونکي شکي دي چې شاید اور ناڅاپي او په تیروتنه له هغه اشټوب څخه بل شوی وي چې د ګرمولو لپاره په کوډله کې پاتې شوی و.

د خبرونو په حواله، پولیس او اور وژونکي د اور لګیدنې پر مهال په سیمه کې وو؛ خو اور په ډيرې چټکۍ خپور شو او هغو دوه کسانو له لمبو څخه د تیښتې وخت ونه موند.

د کیمپ تصفیه د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې له یوې څیړنې وروسته پیل شوه، هغه مهال په کیمپ کې د جرمي فعالیتونو اندیښنې راپورته شوې وې.

په تیرو نږدې کلونو کې  له کیمپ څخه بیرون د اور لګیدنې دوه نورې پیښې هم واقع شوې وې.