مشهور هوټل تاجکستان کی افغان کډوالو ته د کار زدکړې زمینې برابروي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او شیراټون هوټل په نوښت د یوه پروګرام له لارې د تاجکستان په پلازمینه ( دوشنبه) کې افغان کډوال په میلمه پالنې (هوټل کې د میلمنو خدمت) او ګرځندوی صنعت په برخه کې ارزښتمنې کاري تجربې ترلاسه کوي.
تاجکستان اوسمهال په مرکزي اسیا کې د ډیرو کډوالو کوربه دی. دغه هیواد کې شاوخوا (۳۰۰۰) افغان کډوال ژوند کوي. تاجکستان هم مهاله، د ګرځندوی وده تجربه کوي. د دې اړتیا شته چې په راتلونکيو کلونو کې به په دې برخه کې ګڼ شمیر مسلکي کسان استخدام کړي.
دغه څلور میاشتنی روزنیز پروګرام په کال کې دوه ځلې پیلیږي. دا پروګرام د مختلفو څانګو تر منځ روان وي چې د لا ښې میلمه پالنې په ټولو اړخونو کې تجربه حاصله شي. د پروګرام له بشپړولو وروسته، روزل شویو کسانو ته د اعتماد وړ سندونه ورکول کیږي.
نرګس علي نظر تیموری، د ځوانو کډوالو په منځ کې هغه افغانه ده چې د کور ساتنې ډیپارټمنټ کې په دنده ګومارل شوې.
نرګس وايي: (( د لومړۍ ورځې په پای کې مې نشو کولای چې ویده شم، زه ډیره هیجاني وم. کوښښ مې دا و چې هره تیریدونکې ورځ په یاد کې وساتم، نو ځکه مې د کور ساتنې په اړه لارښوونې او مهمې نکتې هېرې نکړې. ))
نرګس او د هغې کورنۍ په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه، تاجکستان ته تللې.
هغې د خپلو راتلونکیو هیلو په اړه وویل: (( زه فکر کوم دا زما لپاره یو چانس دی چې په یوه نړیوال هوټل کې شاګرده شم. دا کولای شي ما ته د راتلونکې لپاره دروازې پرانیزي، شاید د نړۍ په یوه برخه کې هوټل کې دنده پیدا کړم. ))