نوي راپور د موریا د کیمپ وضعیت غندلی او د یونان حکومت یې هڅولی چې ډير څه وکړي

یونان او د اروپايي ټولنې همکار غړي یې، زیان منوونکیو خلکو ته په اروپا کې د سرپناه په پیدا کولو کې پاتې راغلي.  دا خبره لندن میشتې مرستندویه موسسې اکسفام (Oxfam) په وروستي راپور کې، چې د روان میلادي کال د جنوري په ۹مه خپور شوی، کړې ده.

راپور د یونان حکومت د ناکامیو کلیدي ټکي په ګوته کړي دي. د بیلګې په توګه؛ دلته په کیمپ کې یونان  حکومت یوازې یو ډاکټر ګومارلی دی. دا ډاکټر د داسې ځای د روغتیايي خدمتونو مسوول دی چې یوه میاشت کې ورته ۲۰۰۰ نوي کسان راروان دي. دا ډاکټر بالاخره د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې له کیمپه لاړه او خلک یې له یوې میاشتې زیات پرته له صحي خدمتونو پریښودل.

یوه افغان کډوال، له (Euractiv) سره په یوه مرکه کې ویلي: (( د ډاکټر لیدل ډیر سخت دي، د ټول کیمپ لپاره  یوازې یو ډاکټر دی. ته باید د مرګ پر بستر پریوځې چې دوی دې پوښتنه وکړي.))

اوسمهال شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال او پناه  غوښتوونکي د لیسبوس په ټاپو کې اوسیږي چې ډيری یې په موریا کیمپ کې دي.  د اکسفام ویاند ماریون بوچیټل (Marion Bouchetel) له (The Globe and Mail) سره په یوه مرکه کې ویلي: (( د کیمپ وضعیت خلک له رواني ناروغیو او ډیر ناوړه جسمي ناروغیو سره مخ کړي دي، په ځانګړې توګه په ژمي کې چې د تودوخې درجه ډيره ټیټه وي.)) راپور زیاته کړې چې کډوال او پناه  غوښتوونکي په سړو خیمو کې اوسیږي چې ځان وینځلو او بیت الخلاء ته کافي لاسرسی نلري چې د ژمي سوړوالي یې حالت لاپسې خراب کړی.

مرستندویه کارکوونکي چې موریا کیمپ کې د کډوالو خدمت کوي؛ د همدوی ( کډوالو) په څیر له وضعیته اغیزمن شوي. د کډوالو لپاره د یونان  شورا غړي، له (Euractiv) سره په خبرو کې ویلي: (( موریا کې حالت غیر قابل باور دی)) هغه زیاته کړې: (( زه له ۲۰۱۷ کال راهیسې په منظمه توګه دلته راځم او هر وخت داسې فکر کوم چې تر بیا راتګه به مې، د دې ځای وضعیت له دې نور خراب  نشي، خو خراب شوی وي.))

دا ټاپو د هغو ناقانونه کډوالو لپاره مرکزي نکته ده چې له ګاونډي هیواد ترکیې څخه راځي. د ناقانونه کډوالو د جریان بندولو لپاره اروپايي ټولنې له ترکیې سره په ۲۰۱۶ کال کې یو تړون وکړ. د دې تړون له مخې، ټول ناقانونه رارسیدونکي کډوال به د یونان د مقاماتو له ارزونې وروسته، بیرته یونان  ته وګرځول شي. ترکیې ته د هر سوریايي وګړي د بیرته ګرځول کیدو په مقابل کې به یوه سوریايي وګړي ته په اروپا کې ځای ورکړل شي، دا لومړیتوب هغو ته ورکول کیږي چې اروپا ته یې د ناقانونه راتګ کوښښ نه دی کړی. په هرصورت، د پناه غوښتوونکیو د پروسې ورو څیړنه د دې لامل شوې چې د کلونو لپاره کورنۍ په کیمپونو کې پاتې شي.

اکسفام ویلي: (( د کارکوونکیو د کمبود له کبله، ډیری هغه کسان چې اوس لیسبوس ته راغلي، د لومړۍ مرکې لپاره ورته ۲۰۲۰ کال ټاکل شوی. ))

د اکسفام او نورو ادارو د سختو نیوکو په غبرګون کې د یونان حکومت د روان میلادي کال د جنوري په ۱۰مه، ویلي چې د کډوالو له زیات هجوم سره د مخ کیمپونو حالت به پرمختګ وکړي. د کډوالو وزیر ډیمټریس ویتساس( Dimitris Vitsas) په یوه خبري ناسته کې ويلي: (( د جنوري تر پایه به ډاکټران  ور ولیږل شي. ))

هغه ویلي: (( له ټاپو میشتو کډوالو سره د مرستې په خاطر به د ۱۵۰۰ اوسیدونکیو په ظرفیت دوه نوي کیمپونه د یونان په وچه برخه کې جوړ شي. )) هغه همدارنګه زیاته کړې چې له ۲۹۰۰۰ ډیر خلک په ۲۰۱۸ کال کې له ټاپو ګانو څخه د

TMP – 1/02/2019