د جرمن پارلمان د پناه غوښتونکیو لپار سخت اصول تصویب کړل

د جرمني پارلمان، په دغه هیواد کې د پناه غوښتونکیو په اړه، تازه یو لړ اصول تصویب کړل.

دغه قانوني اصول به د پناه غوښتنې اړوند اجراات ګړندي کړي او دا به اسانه کړي چې هغه کډوال ژر تر ژره خارج کړي، د کومو د پناه غوښتنې در خواستونه چې د دولت لخوا نه دي منل شوي.

اټکل کیږي چې د دغو نوو اصولو له مخې به، له هیواده بهر د پناه غوښتونکیو د دوسیو د څیړنو په منظور،  مرکزونه جوړ شي او دغو مرکزونو کې به په درې اونیو کې دوسیې څیړل کیږي.

څوک چې له دغې کړنلارې اغیزمن کیږي، د هغو هیوادونو اوسیدونکي دي، چې په اصطلاح په سیمه کې خوندي ګڼل کیږي، او یا هغه پناه غوښتونکي دي چې د خپلو درخواستونو د څیړلو په پړاوونو کې یې له مسوولو مقاماتو سره همکاري رد کړې ده.  

هغه پناه غوښتونکي چې د جرمني د قانون له مخې د لږ حفاظت لرونکي دي، د دې لپاره چې په ځانګړې توګه محاکمه شوي نه دي، نو باید دوه کاله انتظار وکاږي چې المان کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي. دغه اقدام، هغه ماشومان هم اغیزمن کوي چې غواړي له خپلو والدینو سره یو ځای شي.