ترکیه کې له ۲۰۰ ډیر کډوال په یوه ورځ کې ونیول شول
د ترکیې پولیسو خبر ورکړ چې په دغه هیواد کې د سپتمبر په ۲۷مه، له ۲۰۰ ډیر کډوال نیول شوي دي.
امنیتي مسوولینو چې پرته له نوم اخیستلو یې خبرې کولې، اناډولو خبري اژانس ته ویلي چې په کاناکالي ولایت کې ۳۵ هغه کډوال درول شوي او نیول شوي دي چې د یونان ټاپو ګانو ته یې د رسیدو هڅې کولې. د چارواکو په وینا دا ټول افغانان وو چې د ای ویسیک ساحل د ساتونکیو لخوا نیول شوي دي.
شاوخوا (۵۸) نور عراقي او سوریايي کډوال په شمال لویدیځ ولایت کرکالاریلی کې نیول شوي دي. له دې کډوالو سره دوه انساني قاچاقبر هم نیول شوي دي، چا چې یونان ته د دوی سفر تنظیم کړی و.
ضمناً په شمال لویدیځ ولایت ادیرین کې ترکیي امنیتي ځواکونو یو میني بس درولی چې پاکستاني کډوال یې لیږدول. له دوی سره دوه انساني قاچاقبر هم نیول شوي دي.
په لویدیځ ولایت ازمیر کې پولیسو ۳۸ سوریايي کډوال نیولي چې په دوی کې ۱۷ماشومان وو. دا کسان له ډیکیلي ولسوالۍ څخه یونان ته له روانیدو څو دقیقې مخکې ونیول .
په کانکیري ولایت کې پولیسو شاوخوا (۸۰) افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي. په دوې کې میرمنې او کوچنیان هم شامل وو. دوی په یوه بس کې د استانبول په لوري روان وو. ترکيي پولیسو دا ټول کسان په همدې هیواد کې د کډوال مرکزونو ته لیږدولي دي.
له کله نه چې ترکیه او اروپايي ټولنه تیر کال دې هوکړې ته ورسیده چې که د یونان ټاپو ګانو ته له ترکیې څخه کډوال راغلل نو بیرته به ترکیې ته لیږل کیږي، نو یونان ته د رارسیدونکیو کډوالو شمیره راټیټه شوه.
دا مقاله شریکه کړي