نایجریايي نجونې او میرمنې ايټالیا کې په زوره بد لمنۍ ته مجبوریږي

په زرګونو نایجریايي میرمنې او نجونې اروپا کې د انساني قاچاقبرو لخوا په زوره فحاشۍ ته د مجبوریدو  له خطر سره مخ دي. دا خبره د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) کړې ده.
د یاد شوي سازمان لخوا چمتو شوې شمیرې ښيي چې د دغو مجبوره شویو ښځينه وو ډیری برخه نابالغه نجونې دي چې د سمندر له لارې ایټالیا ته راغلي. دغه شمیره په تیرو درېیوو کلونو کې له (۱۴۵۴) څخه، چې په( ۲۰۱۴) کال کې ثبت شوې وه، په تیر کال کې (۱۱۰۰۰) ته لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو یاد شوی سازمان اټکل کوي چې له دغو ښځینه وو څخه (۸۰٪) په زوره فحاشی ته مجبوریږي، دوی د انساني قاچاقچیانو لخوا دوکه شوې دي  او ژمنه ور سره شوې وه چې دا سفر یې  وړیا دی.
د کډوالو نړیوال سازمان ویاند فلاویو ډي ګیاکومو (Flavio Di Giacomo) وايي: (( هغه نجونې چې کال په کال ځوانیږي، ایټالیې او اروپا ته راوړل کیږي او بیا دلته د فحاشی په کارونو ګومارل کیږي.))
نوموړی همدارنګه زیاتوي: (( دوی د قاچاقبرو لخوا اخیستل کیږي او بیا په زوره د ایټالیا په کوڅو کې بدلمنۍ ته اړ ایستل کیږي. لکه څنګه چې موږ پوهیږو، کله خو بیا دغه نجونې نورو اروپايي هیوادونو ته لکه؛ اسپانیا، جرمني، فرانسې او اتریش ته هم لیږل کیږي. ))
ډیری دغه نایجریايي نجونې د ایډو (Edo) ایالت له غریبو کورنیو څخه دي. دوی له یوې ښځې سره، چې قاچاقبرو سره لاس لري، په دې لوی سفر کې چې له نایجریا او لیبیا څخه تیریږي یو ځای وي.
د کډوالو نړیوال سازمان ویاند وايي: (( ډیری هغه نابالغه نجونې چې ايټالیا ته راځي، هیڅ مفکوره نلري؛ حتی په دې هم خبرې نه دي چې بدلمني او فحشا څه شی دی.))
د کډوالو نړیوال سازمان چارواکي کوښښ کوي چې د را رسیدو په ځای کې د نایجریايي نجونو ساتنه وکړي او د انساني قاچاقبرو لاسونو ته له غورځیدو څخه یې وژغوري. دغه سازمان همدارنګه له هغو نجونو سره مرسته کوي چې غواړي د قاچاقبرو له شبکې څخه تیښته وکړي. تیر کال یې پولیسو ته د هغو (۴۲۵) نجونو له قضیوو څخه ،چې په زوره بدلمنۍ ته مجبوره شوې وې، خبر ورکړی و.