په شمالي اروپا کې د کډوالو کړنلاره په چټکۍ بدلون مومي
کډوال کوښښ کوي چې اروپا ته د تلو لاره پیدا کړي او هلته نوی ژوند پیل کړي، خو له اضافي ستونزو سره مخ کیږي. د کډوالو لپاره په کړنلارو کې سخت تغییرات راځي.
اروپا ته د کډوالو د یوې سترې څپې له رسیدو یو کال وروسته، ډنمارک، فنلنډ، ناروې او سويډن کې تلپاتې تغییرات راغلل. څلورو واړو هیوادونو د پناه غوښتونکیو کړنلاره سخته کړه.حتې داسې هم وشول چې د (۱۹۵۰) کال راهیسې یې د لومړي ځل لپاره د ښه کنټرول په موخه سرحدونه له سره په نښه کړل.
په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې تر منځ د کډوالو د کړنلارو په سر اختلافات په ځای پاتي، حالاتو د دې اړتیا پیدا کړه چې په شمالي اروپا کې د کډوالۍ او د ادغام د پالیسۍ همغږي تقویه شي.
ایټالیا داسې یو ګام واخیست چې له مخې به یې هغه کډوال بیرته وشړي کوم چې هلته د اوسیدو جواز نلري. مقامات وروسته له هغې له فشارونو سره مخ شول چې د کډوالو یوه لویه څپه د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته ورسیده.
د پولیسو عمومي مشر له افسرانو وغوښتل چې د هیواد په کچه داسې هلې ځلې وکړي چې هغه کډوال چې پناه غوښتونکي نه ګڼل کیږي، په نښه کړي او بیرته یې خپلو وطنو ته وشړي. ایټالیې همدارنګه د پیژندنې داسې مرکزونه پرانیستل چې له شړلو مخکې هغوی وساتي.
د ایټالیې د پولیسو قوماندان فرانکو ګابریلي، د پولیسو افسرانو ته حکم وکړ چې د ناقانونه کډوالو د مهارولو او شړلو لپاره فوق العاده کار وکړي.
د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ او د پالیسۍ تغییر د ایټالیې د نوي لومړي وزیر پاولو جینټیلوني کارنامه ده.
د ایټالیا ولسمشر سیرګیو ماټاریلا د نوي کال په مناسبت بیانه کې وویل: ((دا به یوه لویه تیروتنه وي چې موږ په خپل هیواد کې د نړیوال ټروریزم خطرونه، چې له اسلامي وطنونو سرچینه اخلي بابیزه وګڼو؛ زموږ په هیواد کې د ګڼو کډوالو شتون د ناامنیو اندیښنې زیاتې کړي دي.
د کډوالو او ترهګرۍ تر منځ اړیکه غیر عادلانه او د منلو وړ نه ده. خو باید په ټول توان امنیتي تدابیر ونیول شي چې د سختدریځۍ د مبلغینو او وژنو مخنیوی وشي.))
د ایټالیا په تعقیب ډنمارک، فنلنډ او ناروې هم د کډوالو د مخنیوي لپاره ،په خپلو کړنلارو کې پراخ تغییرات راوړي دي.
دا مقاله شریکه کړي