په کالیس کې کډوال په لارو کوڅو کې ویده کیږي
د “ځنګل” کیمپ له ویجاړولو وروسته، کډوال د کالیس په کوڅو کې ویده کیږي؛ ځنګل کیمپ د تیر کال په اکتوبر کې ړنګ شو.
( ۱۰۰۰۰) کډوال چې عمدتاً د منځني ختیځ او ختیځې افریقا د هیوادونو اوسیدونکي دي، هغه وخت بې ځایه شول چې د فرانسې مسوولینو د دغه هیواد په شمال کې د کالیس کیمپ اوار کړ.
ډیری کسان یې د هیواد په داخل کې ځانګړو مرکزونو ته لاړل خو ډیری نور بیا پاتې شول چې اوس پر سپین میدان ویده کیږي.
د باز په نوم پنځه ویشت کلن افغان له شلو میاشتو راهیسې په کالیس کې دی. هغه مخکې په ځنګل کیمپ کې اوسیده، خو اوس نه خیمه لري او نه د خوب لپاره ځای.
مرستندویه کارکوونکي وايي چې په کالیس کې وضعیت ډیر ناوړه ده: (( موږ نه اوبه لرو نه خواړو او نه هم د فاضله موادو د تخلیې سیستم.
د یوې خیریه ټولنې بنسټګر کلایر موسیلیي وايي: (( دلته د پوټکي ناروغۍ دي او د غاښونو د وریو ناروغۍ دي. دلته واقعا ډیر ابتدايي ژوند دی.))
د ایتوپیا اوسیدونکې شپاړس کلنه کیا رابیرا چی د خپلو ملګرو سره د پیتزا پلورنځی مخی ته اوسیږی وايي؛ د کالایس خلک کډوال نه خوښوي. هغه چې له خپل یوه ملګري سره د کالیس په یوه سیمه کې اوسیږي، وايي: (( دوی تل پولیسو ته خبر ورکوي، دوی هیڅکله موږ ته خواړه نه راکوي. کله چې مو د خوب په حال کې وویني نو راته وايي، ځئ. دلته مه ویده کیږئ!))
د فرانسې مقاماتو په دې وروستیو کې کالیس ته د (۱۵۰) نورو اضافي پولیس افسرانو او جندرما لیږل منظور کړي دي.
د فرانسې کورنیو چارو وزیر ګیرارد کولومب ویلي: (( زموږ لومړیتوب دا دی چې د کالایس او ډونکرک بیا ځلی د کډوالو په تم ځای بدل نه شی )).
دا مقاله شریکه کړي