په بار لیږدونکیو ریل ګاډو کې جرمني ته تګ له ژوند سره لوبې دي

په سلګونو کسان شمالي اروپا ته د رسیدو لپاره بار بري ریل ګاډو ته ټوپ وهي او  خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.  جرمني پولیس خبر ورکوي چې د هغو کسانو په شمیره کې ډیر والی راغلی چې ځانونه یې د اموالو د لیږد کانټینرونو او د ریل ګاډي د سطحې تر منځ په کمه خالیګاه کې ځایه کړي وي او کوښښ کوي چې د پولیسو له مقاماتو په پټه دغه سفر وکړي.

یوه جرمنۍ پولیسه چې د دغه شان سفرونو د مخنیوي لپاره کار کوي، ډیجیټال ژورنال ته ويلي: ((د دوی غلطه محاسبه [ چې جرمني ته به ورسیږي]  کیدای شي له ریل ګاډي څخه یې د غورځیدو لامل شي؛ ځکه ریل ډیر ګړندی مزل کوي. د دې ترڅنګ دوی [کډوال] په دې هم نه پوهیږي چې اورګاډی به یې داسې سیمې ته له ځان سره بوځي چې غرنۍ دي او هوا یی آن په اوړي کی خورا سړه وی.))

د جولای څخه د سپټمبر تر نیمايي پورې، له ۲۰۰ زیات خلک موندل شوي چې جرمني ته یې بار وړونکیو ریل ګاډو کې  ځانونه پټ کړي وو. هر څوک له دې سفره روغ نه وځي.

د جون په لومړیو کې جرمني پولیسو د اتریش سرحد ته نږدې د ریل ګاډو په پټلۍ کې د یوه ځوان جسد وموند. دوی باوري دي چې دغه ځوان به له هغه ریل ګاډي څخه غورځیدلی او مړ شوی وي، په کوم کې چې یې ځان پټ کړی و.

جرمني پولیسو له هغې راهیسې د اتریش بندر تر څیرمه د راوبلینګ په سیمه کې، چېرته چې د ځوان جسد موندل شوی و،  خپل حضور زیات کړی دی. شاوخوا ۳۰ پولیس افسران د دغه شان سفر کوونکیو کډوالو د موندلو لپاره د لټون یو ناڅاپي عملیات ډير کړي دي.

د کاور زیمیرمن په نوم د راوبلینګ یو اوسیدونکی وايي: (( څو ورځې مخکې پولیسو په ریل کې پټ شوي دوه کډوال ونیول.))
هغه زیاتوي: (( ما د دوی د حالت په لیدلو ټکان وخوړ، دوی غټ جاکټونه اغوستي و خو بیا هم لړزیدل.))