ځوانه افغانه د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي
د ختیځ ولایت ننګرهار اوسیدونکې څلریشت کلنه مقدسه احمدزۍ یوه مدني فعاله ده. هغه په افغانستان کې د سولې او د میرمنو د حقونو لپاره کار کوي.
مقدسه نولس کلنه وه چې کورنۍ یې په دې پوه شوه چې هغه د مدني حقونو او سولې په فعالیتونو کې ونډه لري. هغه وايي: (( کله چې مې کورنۍ له فعالیتونو خبره شوه، څو ورځې یې ووهلم. ))
مقدسه، زیاتوي: (( هڅه مې وکړه چې پلار مې په دې قانع کړم چې که یو زوی کولای شي خپلو هیلو ته ورسیږي، لور هم کولای شي چې ویاړ وګټي.))
د مقدسې په وینا که څه هم کورنۍ یې له کاره راضي نه وه خو هغې پرته له ویرې دوام ورکړ. یوه ورځ یې ماما کور ته د شعرونو له کتاب سره راغی، مقدسه لا ځوانه وه چې په پټه یې شعرونه نشرول.
مقدسه وايي: (( ماما مې پلار ته وویل چې زه د مقدسې د کتاب په لیکلو ویاړم. پلار مې له هغې وروسته زما کارونه تصدیق کړل چې نورو یې قدرداني وکړه. هغه او زما پلار دواړه پر ما ویاړي. ))
په دې وروستیو کې مقدسې او د هغې ملګرو یو کمپاین پیل کړی، په دې کمپاین کې د جلال اباد ښار پر دیوالونو د سولې لپاره رنګین پیغامونه لیکل کیږي. د دې کمپاین موخه دا ده چې وسلوال وهڅوي چې له تاوتریخوالي لاس په سر شي.
مقدسه وايي: (( موږ دوی ته یو پیغام لیږو چې د وینې تویولو پر ځای له موږ سره د رنګونو د شیندلو په دې کمپاین کې یو ځای شي .))
مقدسه همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د را کمولو لپاره کار کوي. هغې له ۴۰۰ ځوانو ښځو یوه شبکه جوړه کړې ده؛ دا میرمنې نږدې ولسوالیو ته ځي چې له نورو هغو میرمنو سره مرسته وکړي چې له کورني تاوتریخوالي کړيږي او هغو میرمنو سره مرسته وکړي چې په بدو کې ورکول کیږي، هغه بد چې د کورنۍ د کوم بل غړي لخوا تر سره شوي وي.
یو له دغو میرمنو څخه د پري قضیه ده. هغه یوه ځوانه میرمن ده چې د زمکې پر سر د رامنځ ته شوې شخړې قرباني ده. هغه مجبوره شوې وه چې یا خپله زمکه پریږدي او یا خپله لور مقابل لوري ته وسپاري.
پري وايي: (( له مقدسې مې مرسته وغوښته، هغې د سیمې با نفوذه خلک را غونډ کړل او زموږ ستونزه یې حل کړه.))
مقدسه په پام کې لري چې پارلمان ته لاړه شي. هغه وايي: (( له سیاست سره علاقه لرم، یوازې د دې لپاره چې خپلو خلکو ته لا ډیر کارونه وکولای شم.))
دا مقاله شریکه کړي