کډوالي دایمي حل لاره نه ده

TMP – 17/03/2017

له لسیزو راهیسې افغانانو ګاونډیو هیوادونو (ایران – پاکستان) ته کډه کوله، خو په دې نږدې کلونو کې ډیری افغانان له ناقانونه لارو اروپا ته د رسیدو هڅه کوي. دغه شان په لویه کچه کډوالي، د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده. دا د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کوي.

د تیر کال په مارچ کې د افغانستان د مرکزي بانک ویاند ایمل حاشور ویلي و چې په لویه کچه مهاجرتونه افغانستان ته په دوه میلیارده ډالره تمام شوي دي.

هغه له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي و:  (( اروپايي هیوادونو ته د افغانانو ورتګ له هیواد څخه د سرمایې د فرار لامل شوی، د ډالرو نرخ یې لوړ کړی او په وطن کې یې  کاري ځواک له کمبود سره مخ کړی.))

په عین وخت کې یو شمیر اروپايي هیوادونو د رد شوو افغان پناه غوښتوونکیو په شړلو پیل کړی دی.

د بیلګې په توګه جرمني غواړي چې ( ۱۲۵۰۰) رد شوي پناه غوښتوونکي په راتلونکیو میاشتو کې وشړي. د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر تر پایه (۲۴۷۰۰۰) افغانان هلته رسیدلي وو.

جرمنې حکومت پرېکړه کړې چې اوس  د افغانستان ستر ښارونه خوندي دي؛ نو په همدې دلیل رد شوي پناه غوښتوونکي به بیرته ور شړل کیږي.

په جرمني کې د افغانانو د پناه غوښتنې درخواستونه د تیرکال په پرتله ،چې ۷۷سلنه وو، اوس ۵۲ سلنو ته را ښکته شوي.

که د افغانستان حالات له  دوه لسیزو وړاندې سره پرتله شي، نو اوس ډیر ټیکاو راغلی. افغانستان اوس مرکزي حکومت لري له قانوني ادارو سره په ګډه کار کوي او وسلوال پوځ د نړیوالې ټولنې په مرسته  له شورشیانو سره مقابله کوي.