پولیس په پاریس کې کډوال له موقت کیمپه شړي

کابو (۱۰۰۰) افغان او افریقايي کډوال د فرانسې پلازمینې (پاریس) په شمال کې له یوه موقت کمیپ څخه شړل شوي.

په یوه خبرپاڼه کې د فرانسې پولیسو ویلي دي چې دغه موقت کمیپ د توجه وړ و: ” د دې کیمپ اوسیدونکيو او ځايي خلکو ته د روغتیا او امنیت ډیری خطر له همدې کیمپه وو.”

د کیمپ د تړلو په عملیاتو کې (۳۵۰) افسرانو برخه اخیسته وه، عملیات له هر ډول تاوتریخوالي او زیان پرته پای ته ورسیدل.

مقاماتو د دې کیمپ کډوال د لنډ مهال لپاره د اوسیدو یوه ځای ته ولیږل چې د مسوولینو لخوا چمتو شوی و؛ خو د رسمي ځای د شتون ستونزه لا پر ځای پاتې ده.

د فرانسې پولیس اوس په دې تمرکز کوي چې دوی ونیسي، او توقیف یې کړي چې دې ته یې پرینږدي چې د لارې په سر ویده شي او یا په پلازمینه کې ځان ته کمیپ جوړ کړي.

تیر کال د فرانسې په شمال کالاس ښار کې د ځنګل د کیمپ کډوال همدغه شان شړل شوي و او په نږدې وختونو کې په ډنکریک کې د کډوالو کیمپ له منځه وړل شوی و. وروستی کیمپ په یوه پراخه اور کې ویجاړ شو، دا اور لګیدنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د کیمپ د ننه د افغانانو او کردیانو تر منځ نښته وشوه.