یونان کې د افغان کډوال پر کور برید شوی

په یونان کې د یوه افغان کډوال پر کور برید شوی. چارواکي وايي چې دا برید له یوې شخړې وروسته وشو. شخړه په دې پیدا شوه چې د دې کورنۍ ۱۱ کلن ماشوم غوښتل چې د یونان بیرغ د ملي رخصتۍ په ورځ د ښوونځي په جشن کې وګرځوي.
د ماشومانو مور د (ANA) په نوم یوه ځايي خبري اژانس ته ویلي چې برید کوونکیو د ډبرو ګوزارونه کول، د هغې خونې کړکۍ یې ماته کړه چې د دې کورنۍ درې ماشومان پکې ویده وو. دلته یې یو اخطاري لیک هم غورځولی و، چې پکې لیکل شوي وو: (( له یونانه وځئ!))

هغې زیاته کړې: (( دا د سهار شاوخوا درې بجې وې. خونه له ښیښو ډکه وه. ماشومان ویریدلي وو او ژړل یې. ډبرې وریدلې او په تخت کې د بیر بوتل پروت و.)) دغه کورنۍ غواړي چې په اتن کې په هماغه کور کې بیرته وه اوسیږي چې د ملګرو ملتونو لخوا د سپانسر پروګرام له لارې ور ته چمتو شوی و.

د یونان حکومت دغه برید غندلی دی. د اتن ښاروال یورګوس کامینیس (Yiorgos Kaminis) برید کوونکیو ته ګواښ کړی چې دغه شان تکتیکونه به حکومت کډوالو ته له کورونو ورکولو او په ټولنه کې د هغوی له ادغام څخه را ونه ګرځوي.

د یونان مسوولینو په دې اړه څیړنه پیل کړې ده. څیړنه به په ډاګه کړي چې ولې ۱۱کلن امیر چې د قرعه کشي له لارې ټاکل شوی و چې تیره اونۍ د یونان بیرغ په جشن کې وګرځوي؛ خو د ښوونځي لخوا منع شوی دی. دا جشن په دویم نړیوال جنګ کې د یونان د مبارزې په یاد جوړ شوی و. د دې په ځای چې هغه ته بیرغ ورکړل شي، امیر داسې یو څه ګرځول چې د ښوونځي نښه او نوم ور باندې و.