د کورنۍ سوداګرۍ وده په افغانستان کې کارونه پیدا کړي
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د لبنیاتو فابریکه د کورنۍ سوداګرۍ د ودې یوه برخه ده چې د افغان کارګرو لپاره په زرګونو کاري فرصتونه چمتو کوي.
دا فابریکه د ۲۰۰۷ کال په جون کې تاسیس شوې ده. د دې په جوړیدو کې د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ادارې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې، د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د بلخ د اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست ګډه همکاري کړې ده. د لبنیاتو دغې فابریکې د کلونو په تیریدو پراختیا موندلې. دا اوس د ورځې ۵۰۰۰ لیټره شیدې تولیدوي چې په ۲۰۰۷ کال کې دا کچه ۲۰۰۰ لیټره وه.
د پاستوریزې کولو دغه فابریکه د مستو، پیروي، کوچ، شړومبي (دوغ) او نورو لبنیاتو لپاره د ځايي خلکو غوښتنې پوره کوي، له دې مخکې دا تقاضا له خارج څخه وارد شویو توکو په لوړ قیمت پوره کوله.
په بلخ کې د مالدارۍ د پراختیا ادارې مشر قیام الدین قیام وايي: (( له کله راهیسې چې موږ د مزار شریف بازارونو ته لبنیات عرضه کوو، نو موږ هیله کوو چې له وارداتي شیانو سره سیالي وکړو او د مشتریانو غوښتنو ته ځواب ووایو.))
دا فابریکه په دهدادي او نهر شاهي کې د تازه شیدو د را غونډولو له (۱۵) مرکزونو څخه شیدلې را ټولوي، دا مرکزونه مستقیما له مالدارانو څخه شیدې ترلاسه کوي. د لبنياتو د فارمونو ډیری مسوولینې میرمنې دي، دوی ته د یو لیټر شیدو مقابل کې ۲۰ افغانۍ ورکول کیږي.
د دهدادۍ ولسوالۍ اوسیدونکی ۴۶ کلن بزګر محمد موسی یو له هغو ګڼو خلکو څخه دی چې د لبنیاتو فابریکې په پرمختیا ورته ګټه رسیدلې.
د نهو اولادونو دغه پلار وايي: (( زوی مې دوه کاله وړاندې وزګار و، خو اوس له غواګانو سره بوخت دی ما هغه وخت غواګانې واخیستې چې د تازه شیدو لپاره تقاضا ډیره شوه. هغه زیاتوي: (( موږ په اوسط ډول د ورځې ۴۰ لیټره شیدې پلورو او ۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کوو. ))
دا مقاله شریکه کړي