د افغانستان او قزاقستان هوايي دهلیز به صادرات ډیر کړي
د افغانستان او هندوستان د نوي ډیلي او ممبي ښارونو تر منځ د دوه هوايي دهلیزونو له کامیابې پرانیستنې وروسته، افغان حکومت اوس یو بل هوايي دهلیز د قزاقستان له پلازمینې الماتا سره پرانیزي.
تمه ده چې د دې هوايي دهلیز په پرانیستو سره به هره اونۍ له افغانستان څخه له لسو ټنو ډير مالونه الماتا ته صادر شي؛ دغه دواړه هیوادونه هڅه کوي چې خپلې اقتصادي او سوداګریزي اړیکې پراخه کړي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونه وايي چې د دې هوايي دهلیز له لارې به له تازه او وچو میوو، او لاسي صنایعو سربیره، افغانۍ غالۍ هم قزاقستان ته صادریږي. د دې خونې چارواکي همدارنګه وايي چې د دوبي په موسم کې به قزاقستان ته د تازه میوو د صادراتو کچه دوه برابره شي.
افغانستان همدارنګه پتیلې ده چې له ازربایجان، سینګاپور، اندونیزیا، متحده عرب امارات او سعودي عربستان سره هم د هوايي دهلیزونو د تاسیس اړیکې جوړې کړي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر میرزمان پوپل وايي: (( تمه کیږي چې د کابل- دوبۍ او کابل- جاکرتا تر منځ هوايي دهلیزونه عملي شي. موږ هیله لرو چې د نورې نړۍ هیوادونو ته مو په نږدې څو کلونو کې په صادراتو کې د پام وړ ډیر والی راشي. ))
د افغانستان او نوي ډیلي تر منځ د هوايي دهلیز له پرانستنې وروسته ،چې شپږ میاشتې یې کیږي، د شل میلیونه ډالرو په ارزښت تازه پیداوار، وچه میوه او طبي بوټي هندوستان ته صادر شوي دي.
د افغان سوداګرو ټولنې له نورو هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو د پرانیستې هرکلی کړی دی، دغه شان دهلیزونه به د افغانستان او دغو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړې.
دا مقاله شریکه کړي