په جرمني کې ځوانو کډوالو فحشا ته مخه کړې

په جرمني کې میشت یویشت کلن افغان کډوال فرید، د فحاشۍ له لارې ژوند مخ ته وړي. دی د برلین ښار په ټایرګار (Tiergar) خیمو پارک کې، دغه عمل جاري ساتي؛ خو فرید په دې بې شرمۍ کې یواځې نه دی. د کډوالو لپاره د یوې ځایي مرستندویې ادارې موابیت هلفټ Moabit hilft) ) د معلوماتو له مخې، د افغانستان، ایران، عراق او سوریې ځوان کډوال د پیسو پیدا کولو لپاره په زیاتیدونکې توګه فحاشۍ ته مخه کوي.

فرید چې افغانستان پریښوده، لس کلن و. له دې ځایه آن تر ایرانه پیاده تللی، دوه کاله مخکې یې ایران پریښود او جرمني ته راغی. د هغه د پناه غوښتنې درخواست اوس هم تر څیړنې لاندې دی او فرید نه پوهیږي چې اوس به یې هم کورنۍ ژوندۍ وي.

دغه ځوان افغان له جنسي اړیکې څخه له (۲۰) تر (۳۰) ایرو تر لاسه کوي. هغه په دې پیسو هیرویین اخلي. هغه وايي: ” زه د خپل سر د ارامتیا لپاره دې ته اړتیا لرم.”

نور بدکاره نارینه کمې پیسې ( له ۵ تر ۱۰ ایرو) ترلاسه کوي، چې ایله یې خپل ضروریت پوره شي.

ډیری کسان د ګټلو پیسو یوه برخه خپلو کورنیو ته لیږي، خو د فرید په څیر ځینې نور یې بیا په نشه یي توکو لګوي.

د موابیت هلفت ادارې د معلوماتو له مخې، دا چې کډوال فحاشۍ ته مخه کوي، دلیل یې دا دی چې د پناه غوښتنې لپاره د دوی د درخواست د څیړنې په پړاو کې د کار کولو قانوني اجازه نه لري او دوی د ژبې او په ټولنه کې د ادغام کورسونو ته هم لاسرسی نه لري.

فرید وايي هغه اوس هم دې ته په تمه دی چې د پناه غوښتنې لپاره د خپل درخواست په اړه پرېکړه واوري. هغه زیاتوي چې اوس له دې ناهیلی شوی چې فحاشي او هیروینو څخه مخ وګرځوي.