د شیدو د پروسس کارخانه به کابل کې په سلګونو دندې پیدا کړې

د افغانستان د کرهڼې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په کابل کې د شیدو پروسس لپاره د ۱۲ میلیونه ډالرو پانګونې اعلان وکړ. په دې سره به پر وارداتي لبنیاتو د افغانستان تکیه را کمه شي.
له ټولو مهمه یې دا ده چې دا به د کابل اوسیدونکیو لپاره په سلګونو دندې پیدا کړي او د اقتصاد پر وده به مثبت اغیز وکړي.
د مسوولینو په وینا، د شیدو د  پروسس کمپلکس به د ورځې (۳۵۰۰۰) لیټره شیدو د پروسس ظرفیت ولري.
د مالدارۍ او څارویو د روغتیايي څانګې مشر جهانګیر میاخیل تایید کړه چې دا مرکز به د کابل  په بني حصار فارم کې په نړیوالو معیارونو جوړ شي.
میاخیل زیاتوي چې دا کمپلکس به په معیاري توګه د سړو ذخیرو اسانتیاوې ولري، د څارویو د خوړو د تولید مرکز به ولري او په معیاري توګه به بسته بندی کیږی.
میاخیل وايي: (( دا مرکز به په نړیوال معیار جوړ شي او تولیدات به یې هم په نړیوال معیار وي. ))
د ګزرګاه د لبنیاتو د تولیدي فارم  مسوولین وايي، په دې برخه کې نورې پانګونه ته هم اړتیا شته، ځکه چې د لبنیاتو لپاره تقاضا ډیره ده. د ګزرګاه د لبنیاتو مشر غلام ذکریا وايي: (( هیواد د شیدو د پروسس یوه ستر مرکز ته اړتیا لري چې لږ تر لږه هره ورځ (۳۰۰۰۰) لیټره شیدې پروسس کړي، دا به افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې برخه کې پر خپلو پښو ودریږي. ))
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې ( FAO) د تازه راپور له مخې، شاوخوا (۷۵٪) لبنیات  افغانستان ته واردیږي، ډیری ولایتونه د لبنیاتو د پروسس د لویو کارخانو چلولو  ظرفیت لري.