افغان لوبډلې په اسیايي لوبو کې شپږ مډالونه وګټل

افغان ملي لوبډلې په اسیايي رزمي او داخل د سالون لوبو کې شپږ مهم مډالونه ترلاسه کړل، دا سیالۍ تیره میاشت په ترکمنستان کې تر سره شوې .

په دغو مډالونو کې د حسین بخش سفری لخوا د ریکارډ ماتولو مډال هم شامل و. دا لومړی افغان و چې په جوجیتسو کې یې د سرو زرو مډال وګټه.
د افغانستان لپاره د نقرې لومړی مډال د احمد جاوید امیري لخوا وګټل شو، هغه په دودیزه غیږ نیونه کې دغه مډال ترلاسه کړ.

سید شفیع، محمد ګل پهلوان زاده، جاوید احمد او سیار ګل هم په غیږ نیونه ( Belt Wrestling) کې د برونزو مډالونه وګټل.
د رزمي ازادو سیالیو په پنځمه دوره کې په ۲۱ لوبو کې ۱۲ ورځنۍ سیالۍ د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې ګډون او د شپږو  مډالونو ګټل د ټولو افغانانو  لپاره د الهام اخیستنې او ویاړ سبب شو.
ولسمشر محمد اشرف غني،  افغان لوبډلې ته د دغې لاسته راوړنې  مبارکي ورکړه او د اکتوبر په لسمه یې هر مډال ګټونکي ته لوړ نغدي انعام او ستاینلیک ورکړ.

طلايي مډال ګټونکي حسین بخش سفری (  ۷۶۰۰۰۰)، د نقرې مډال ګټونکي احمد جاوید امیري (۳۳۵۰۰۰) افغانۍ او د برونزو هر مډال ګټوونکي (۲۰۱۰۰۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

د کډوالو پروژې (The Migrant Project) سره په یوه تیلفوني مرکه کې د سرو زرو مډال ګټونکي سفری،  افغان ځوانانو ته په یوه پیغام کې وویل:
(( زه پر ټولو افغانانو غږ کوم چې سره یو شي،  ورورلي ټینګه کړي، له قوم پالنې او تعصب څخه ډډه وکړي.  له ټولو زیات زه له خپلو ځوانانو غواړم چې په دې پوه شي چې له وطنه تیښته او بل هر ځای ته کډوالي، نشي کولای چې د دوی وړتیاوې  لوړې کړي او د دوی خوبونه رښتیا کړي.))