نوې پروژې به په افغانستان کې زرګونه کاري فرصتونه پیدا کړي
TMP – 01/03/2017
افغانستان په دې وروستیو کې په اقتصادي برخه کې د یو شمیر ښو خبرونو شاهد دی. د فبروري په ۱۶مه، د افغانستان لپاره د نړیوالې سوداګرۍ خونې څانګه، په کابل کې پرانیستل شوه. دې پرانیستې ته د ملي وحدت حکومت اجرايه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د افغانستان څانګه به د خصوصي سکتور د پرمختګ لپاره کلیدي رول ولوبوي، بهرنۍ مستقیمې پانګونې به جذب کړي او هغه ننګونو ته به حل لارې ومومي چې هیواد کې ورسره پانګوال او صنعتکاران مخ دي.
د نړیوالې سوداګرۍ خونې (ICC) چارواکو، د سوداګرۍ له نړیوالې ټولنې سره د افغان پانګوالو او سوداګرو په نږدیوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه نږدیوالی به مرسته وکړي چې بهرني سوداګر افغانستان کې پانګونې ته را جذب شي او په دې توګه به افغانانو ته پریمانه کارونه پیدا شي.
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد ژمنه وکړه چې د فساد ریښې به باسي. هغه وویل چې هر هغه قانون او پالیسي به جوړه او عملي کړي چې فساد له منځه وړي.
(ICC) درې اساسي لومړیتوبونه لري چې د کسب و کار او تجارت لپاره اصول جوړول، د شخړو حل او د حقوقي کړنلارو د دفاع څخه عبارت دي. په دې وروستیو کې د وارداتو پر ملي ستراتیژۍ د بحث لپاره همدې غونډې ته ورته کنفرانس جوړ شوی و . د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دغه ستراتیژي ته د اروپايې ټولنې په مالي ملاتړ پراختیا ورکوي او دا به په افغانستان کې اقتصادي ودې ته پراختیا ورکړي.
بالاخره له افغانستان څخه د ګازو د انتقال پایپ لاین موافقه هم د ترکمن – افغان، ګازو شرکتونو تر منځ د فبروري په ۲۱مه، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شوه.
د دې پروژې له لارې به هر کال افغان حکومت د ترانزیت له حقه (۴۰۰) میلیونه ډالر ترلاسه کوي او هم به د هیواد په کچه زرګونه کاري فرصتونه برابر شي.
دا مقاله شریکه کړي