ځوان افغانان د بدلون لپاره مبارزه کوي

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو ۱۶ کاله وروسته، افغانستان د ښځو د حقونو خوندي ساتلو، خلکو ته د ښه تعلیم او روغتيايي خدمتونو په چمتو کولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی . اوس هم بمي بریدونه کیږي او د هیواد په کچه ګڼ شمیر خلک وژني.
په هر صورت، مخ په ډیریدونکي ځوانان او لوستي افغانان هڅه کوي چې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي او په خپل هیواد کې د بنسټیزو تغیراتو لپاره مبارزه وکړي.
یو له دغو کسانو څخه د کابل جهان نور پوهنتون رییس اوه ویشت کلن  مسلم شیرزاد دی. هغه شپږ کاله د طلوع ټلویزیون د سیاسي خپرونو کوربه پاتې شوی.  مسلم شیرزاد  د رسنیو ستوری هم پیژندل شوی؛ هغه په خپلو مرکو کې سیاسي شخصیتونه ننګولي دي.
شیرزاد وايي: (( ما ۵۰ هیوادونو ته سفر کړی، خو په پای کې مې غوښتي چې همدلته پاتې شم. اروپا د اروپایانو، اسټرالیا د اسټرلیانو لپاره ښه ده او افغانستان زموږ لپاره ښه دی. ))
په جهان نور پوهنتون کې میرمنو او نارینه وو ته اجازه ورکول کیږي چې د لکچر لپاره یو ځای په یوه سالون کې کښیني. دا پوهنتون د ژورنالیزم څانګه لري او ډیر ژر به د پولیټیکل ساینس او اقتصاد څانګې هم ور زیاتې شي.
بصیره جویا په یاد شوي پوهنتون کې ژورنالیزم لولي. هغه په (زن ټلویزیون) کې، چې د ښځو لپاره ځانګړې شبکه ده،  د خبرونو وړاندې کوونکې ده. جویا، خپله تنخواه د خپل پوهنتون فیس او نورو مصارفو لپاره لګوي.
هغه وايي: (( زه هغو ښځو ته غږ ور کوم ، د چا چې غږونه ټپ شوي دي. ))
بل ځوان فعال شهرزاد اکبر دی. هغه خپله ماسټري له اکسفورډ پوهنتون څخه په پراختیايي مطالعو کې ترلاسه کړې ده. اکبر د یوې ډلې چې افغانستان ۱۴۰۰ نومیږي، مرستیال بنسټګر دی. دا یو ځوان خوځښت دی، د ښه تعلیم یافته افغانانو څخه جوړ دی؛ دوی د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره کمپاین کوي.
د دې ډلې بل بنسټګر عبدالعلي شمسي و. شمسي د کندهار مرستیال والي و. دی د همدې کال په لومړیو کې په یوه بمي برید کې ووژل شو. د خپل دغه ملګري د وژنې په اړه اکبر وايي: ((  په هغه وخت کې ما د زړه له تله له طالبانو نفرت درلود، ځکه همدا طالبان وو چې زما ملګری یې وواژه. خو مهمه نکته دا ده چې موږ اړ یوو چې نفرت بس کړو. ))
هغه باور لري چې حتی طالبان هم له ۱۶ کاله جنګ وروسته له جګړې ستړي شوي او سولې ته لیواله دي. دا خونړۍ لړۍ باید ودرول شي.
د افغانستان ۱۴۰۰ گروپ،  فعال غړي په اونۍ کې یو ځل په خپل کوچني دفتر کې ستراتیژیکه ناسته لري او په دې بحث کوي چې څنګه د ټولنې د ویښتابه  لپاره هڅې جاري وساتي.څه موده وړاندې یې د هغو بې ګناه ملکي افغانانو په یاد ،چې تیر کال وژل شوي وو،  (۳۴۹۸) ونې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې کرلي دي.
شهرزاد اکبر د پایلې په توګه وویل: (( دا یواځې شمیرې نه دي، دا خلک وو لکه څنګه چې موږ یوو. ))