جرمني به روان میلادي کال کې ۵۰۰ زره کډوال له خپل هیواد څخه وباسی
TMP – 20/04/2017
د کډوالو له وروستي هجوم سره د مقابلې په موخه به د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه، نیم میلیون کډوال له خپل هیواده وباسی.
اټکل کیږی چې د هغو کسانو شمیره به نوره هم لوړه شي چې له جرمني څخه ویستل کیږي. دغه هیواد ته په تیرو اتلسو میاشتو کې له یو میلیون څخه ډیر کسان تللي دي.
د مرکل د دفتر ریئس پیټر الټامییر بیلډ ورځپاڼې ته ویلي: (( موږ تیر کال ۸۰ زره هغه کسان کورونو ته لیږلي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي وو. دا یو ریکارډ دی او دا شمیره به نوره هم لوړه شي.
په ۲۰۱۶ کال کې دلته د پناه غوښتنې لپاره شاوخوا (۷۰۰ زره) درخواستونه شوي وو چې له دې ډلې (۳۰۰ زره) رد شوي دي. موږ به دغه کسان ژر خپلو کورونو ته ولیږو، ځکه که دا کار ونکړو نو د قانون په تطبیق کې به زموږ اعتبار ته زیان ورسیږي.))
د ښي اړخو سیاستوالو په ملاتړ کې عمومي او ستر غبرګون وښودل شو او له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې. د جرمني لومړۍ وزیرې د خپل هیواد ګڼ شمیر سرحدونه وتړل؛ خو جرمني ته اوس هم ډیری کډوال ورځی.
د امسی کینسي (McKinsey) په نوم د یوه مشورتي شرکت څیړنی ښئی چې د جرمني لپاره دا اړینه ده چې د رد شویو پناه غوښتوونکيو د ویستلو لړۍ ساده کړي.
یاده څیړنه وايي چې له فیډرال حکومت سره د ویستلو د پروسې ښه تنظیمول یوه بیړنۍ اړتیا ده او په کار ده چې د ویستلو او توقیف خونو لپاره یوه شبکه جوړه شي. څیړنه دا مشوره هم ورکوي چې د پیسو په ورکولو سره پناه غوښتوونکي وهڅول شي ترڅو په خپله خوښه خپلو هیوادو ته ستانه شي.
د امسی کینسي مشورتي شرکت د څیړنو له مخې، حکومت ته په کار ده چې له هغو پناه غوښتوونکيو سره جدي چلند وکړي چې درخواستونه یې رد شوي خو لا هم هلته اوسیږي ځکه چې ناروغ دي، پاسپورټونه او یا د سفر اسناد نه لري.
دا مقاله شریکه کړي