افغان کډوال له سویډن څخه را وشړل شول

لس افغان کډوال د اکتوبر په لومړیو کې له سویډن څخه را وشړل شول، د دوی الوتکې له ګوتنبرک لانډویټر هوايي ډګر څخه الوت وکړ.

د سویډني ورځپاڼې (Dagens Nyheter) په حواله، له دوی څخه درې تنه ځکه راوشړل شول چې هلته یې جرمونه کړي وو. د نورو د پناه غوښتنې درخواستونه رد شوي وو، ځکه چې دوی د پناه غوښتنې په درخواست کې چې کوم عمر لیکلی و، له هغه څه یې عمرونه لوړ و. او یا هغه خلک وو چی خپلو درخواستونو ته د انتظار په موده کی یی عمرونه تر اتلس کلنی اوښتی وو.

مخکې له دې چې د دوی د سورلۍ الوتکه الوت وکړي، له ۱۰۰ ډیر کسان چې د بشري حقونو فعالین هم پکې و، د هغې توقیف خونې مخې ته یې لاریون وکړ چې افغان کډوال پکې ساتل کیدل. او پر مقاماتو یې غږ کاوه چې دوی ونه شړي.
له دې لاریون سره سره، د سویډن د کډوالو ادارې موقف دا و چې د افغانستان په ولایتونو کې امنیتي وضعیت توپیر لري ( یعنې هر ولایت یو شان نا امنه نه دی) او د دې امکانات شته چې دوی ګڼو سیمو ته وګرځول شي.
د می په میاشت کې د کډوالو ادارې حقوقي څانګې مشر ویلي و چې دا اداره په افغانستان کې امنیتي وضعیت ارزوي خو په کړنلاره کې یې په نږدې راتلونکي کې د کوم تغییر خبره نه دی تایید کړې.

په هغه بیانیه کې چې  (The Local) خبري ادارې ته یې په هغه وخت کې  لیږلې وه، پکې لیکل شوي و:  (( د افغانستان وضعیت جدي دی او په تیر کال کې لا پسې خراب شوی. خو د ولایتونو امنیتي وضعیت له یو بل سره توپیر لري. موږ دا یاداشت کړې چې د نورو سیمو تر څنګ په کابل کې هم داخلي وسلوالې شخړې شويدي او په تکراري توګه خطرناک بریدونه شوي دي. ډیر افغان کډوال باید په همدې خاطر سویډن کې پاتې شي. خو وضعیت داسې نه  دی چې له هر یوه [کډوال] دې ساتنه وشي. هره قضیه په انفرادي توګه څیړل کیږی. ))