جرمني به د کډوالو را شړل چټک کړي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست سیهوفر (Horst Seehofer) ویلي چې دی په جرمني کې د پناه غوښتنې پروسې چټکولو ته ژمن دی او دغه پروسه به یقیني کړي. وزیر همدارنګه ویلي چې د دې اړتیا شته چې د جرمني لیبرال ارزښتونه وساتل شي.
د جرمني له یوې ورځپاڼې (Bild am Sonntag) سره په یوه مرکه کې سیهوفر ویلي: (( د شړلو شمیره باید په ښکاره ډول لوړه شي. موږ مجبور یوو چې سخت ګامونه واخلو، په ځانګړې توګه د پناه غوښتوونکیو په منځ کې د جرمي قضیو او د هغوی د مرتکبیونو پر وړاندې. ))
د دویچوله په حواله، په دې وروستیو کې سیهوفر د کډوالو په اړه د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل پر پالیسۍ نیوکه کړي، د کومې له کبله چې په سلګونو زره کډوال او پناه غوښتوونکي له سوریې او افغانستان څخه جرمني ته را ورسیدل.
سیهوفر ویلي چې د پناه غوښتونې د درخواست په اړه باید پریکړه د یوه کال په ځای په څو میاشتو کې وشي. هغه همدارنګه د مجرمینو پر وړاندې په نه زغم ټینګار وکړ.
وزیر زیاته کړه: (( موږ غواړو چې د یوه ازاد فکره او لیبرال هیواد په توګه پاتې شوو. خو کله چې د خپلو ښاریانو د ساتنې خبره شي موږ باید یو ځواکمن دریځ ته اړتیا لرو. زه به دا حالت یقیني کړم. ))
په یو شمیر جرمي قضیو کې د کډوالو د دخالت له کبله، په ټول جرمني کې د مهاجرو پر ضد احساسات را پاریدلي. ګڼ شمیر جرمني ښارونو په دې وروستیو کې ویلي چې دوی نشي کولای نور پناه غوښتوونکي ومني.
سیهوفر همدارنګه په ټول جرمني کې د ویډیوي څارنې د ډیروالي غږ کړی.
هغه ویلي: (( دلته باید ټول په یوه خوله شوو چې موږ باید د ناقانونه زون پر وړاندې زغم ونلرو.))