سړې هوا په اروپا کې د کډوالو په ګډون په لسګونو کسان وژلي سږ ژمی
اروپا سږ ژمی د هوا سخت حالت تجربه کړل، درنې واورې وریدنې او د تودوخې ټیټې درجې د اروپا په لویه وچه کې ډیر هیوادونه زیانمن کړل. په ځینو هیوادونو کې حرارت درجه منفي ۱۵ ته ښکته شوه، د سړې هوا دا څپه له سایبریا څخه راپورته شوې وه.
اټکل دی چې له ۶۰ زیات وګړي د سړې هوا له کبله مړه شوي دي. همدارنګه ګڼ شمیر کډوالو د مناسبو پناه ځایونو، د ګرموونکیو وسایلو او خاصو جامو د کمښت له کبله ژوند له لاسه ور کړی دی.
په سویډن کې یوه کډواله میرمن هغه وخت له سړې هوا مړه شوه چې د پناه غوښتوونکیو مرکز یې له خپل زوی او لور سره پریښود. د سویډن د یوې ورځپاڼې په حواله هغه په یوه ځنګل کې په نامناسبو جامو کې وموندل شوه. د هغې لور په ناوړه وضعیت کې وه خو زوی یې روغ و.
په فرانسې کې څلورو کسانو د یخنۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړ، یو لیبايي وګړی په لویدیځ ښار ساینټس کې مړ شو. د دې یو څلویښت کلن کډوال مړی له کاره لویدلي بار وړونکي ریل ګاډي کې وموندل شو. شک دی چې دا سړی د hypothermia ( هغه حالت چې د سړې هوا له کبله پکې د بدن تودوخه ډيره ښکته کیږي) له کبله مړ شوی وي.
په اتریش کې پولیسو هغه پنځه کډوال وژغورل کوم چې د انساني قاچاقبرو
لخوا ګراز ښار ته نږدې پر موټر وې پریښودل شوي وو، له دوی څخه ځینو یې ښپې یبله په سړه هوا کې مزل کاوه
سږ ژمي کې په ټولیزه توګه په اروپا کې د ۶۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده، په دوی کې بیوزله کسان لکه کډوال، پناه غوښتوونکي او بې کوره خلک په ځانګړي ډول په خطر کې وو.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې ویلي: (( بې کوره خلک او کډوال ځانګړي زیان منوونکي دي. که دوی مناسب پناه ځایونه، خاص کالي، خواړه او د طبي مرستو له کمښت سره مخ وي، نو خطر لاپسې زیاتیږي. ))
TMP – 09/06/2018
دا مقاله شریکه کړي