د افغان میرمنو ویلچر باسکټبال لوبډلې د اسیا اتلولي وګټله
د افغان میرمنو ویلچر باکسټبال لوبډلې د نړیوال ویلچر باسکټبال څلورم بالي کپ وګټه؛ دې ټیم له هندوستان، اندونیزیا او ټایلند څخه میدان ویوړ.
د یادې شوې لوبډلې غړې نیلوفر بیات وايي: (( لکه څنګه چې مو ژمنه کړې وه، ټورنمنټ مو وګته. موږ اتلان شوو. خوشحاله یم چې د لومړي ځل لپاره دغه شان ویاړ ګټم.)) هغې زیاته کړه: (( ټورنمنټ ډیر ښه و. لوبډلې پیاوړې وې؛ لیکن موږ له دوی هم غښتلې ثابتې شوو او بریا مو خپله کړه.))
د بالي کپ ( Bali Cup) په سیالیو کې ( ۱۴) اسیايي ټیمونو برخه اخیستې وه او افغان لوبډله پکې د لومړي ځل لپاره ولوبیده.
د افغان لوبډلې روزونکی طاهر یوسفي وايي: (( دا لوی ویاړ و چې موږ تر لاسه کړ.))
ورزش په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په غښتلې توګه وده وکړه او افغانستان لومړی اولمپیک مډال په ۲۰۱۲ کې د اولمپیک په هغو سیالیو کې وګټه چې لندن کې جوړې شوې وې.
د باسکټبال سیالیو کې له بریا وروسته، د بدني روزنې او ورزش څانګې ژمنه وکړه چې لوبغاړو ته به د لوبو غوره اسانتیاوې چمتو کوي.
د سپورټ او بدنې روزنې د څانګې مرستیال میروییس بهاوي وايي: (( د معیوبینو ورزشکارانو له فدریشن سره په همکارۍ، هڅه کوو چې دوی ته د لوبو ځانګړی هال جوړ کړو او په راتلونکي کال کې به کوښښ وکړو چې له مالیې وزارت سره د یوه تړون له مخې د معیوبینو د فدریش لپاره ځانګړې بودجه ولرو.))
دا مقاله شریکه کړي