شین صنعتي پارک به په زرګونو دندې افغانانو ته پیدا کړي
په پروان کې د یوه نوي صنعتي پارک، چې لومړني کارونه یی تر سره شوي، پرانیستل کیدل به په راتلونکیو لسو کالونو کې (۱۰۰۰۰۰) کسانو ته کاري فرصتونه چمتو کړي.
د دغه پارک د لومړنیو بنیادي اړتیاوو؛ لکه د سړکونو جوړیدل او بریښنا د غځولو کابو (۷۰٪) کارونه بشپړ شوي دي او صنعتکارانو ته د زمکی د ویش لړی پیل شوې ده.
په لومړی پړاو کی به دغه صنعتي پارک (۳۰۰) فابریکو ته ځای ولري؛ خو د پانګونو په دوام سره دا به (۱۵۰۰) کوچنیو او منځینو سوداګریو ته لاره اواره کړي. یو شمیر پانګوال دغه پارک کې پانګونې ته هڅول شوي؛ په دوی کې هغه افغانان هم شامل دي چې غواړي له پاکستانه بیرته راشي.
د دغې پروژې د مشر محسن امیري د معلوماتو له مخې، په پارک کې به په لسو کلونو کې ( څلور میلیارده ډالره ) پانګونه وشي.
هغه وايي: (( ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي او ټولې هغه اړتیاوې پوره شوي دي چې یو صنعتي پارک یې لري. تاسو به دلته روغتون، روغتیايي مرکزونه او کارګرو ته اسانتیاوې ووینئ.))
د امیري په وینا، د دغه صنعتي پارک لومړۍ برخه به په راتلونکیو شپږو میاشتو کې د حکومت او خصوصي سکټور لخوا پرانیستل شي.
دا مقاله شریکه کړي