مصري محکمې۵۶ تنه د ډوبې شوې بیړۍ مسوولین محاکمه کړل

د مصر یوې محکمې هغه (۵۶) انساني قاچاقبر په بند محکوم کړل، چې د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کې د ۲۰۰ کډوالو د وژل کیدو لامل شوي وو؛ دغه کسان هغه مهال مړه شول چې کښتۍ یې د ډير بار له کبله ډوبه شوه.

محکوم کسان د دغه  غیر عمدي قتل مرتکبین پیژندل شوي، ځکه دوی په بې پروایۍ سره بیړۍ د غیر قانوني کار لپاره کاروله، ماشومان یې په خطر کې اچولي وو او نا قانونه کډوالۍ ته یې لاره اواره کړې وه.

د محکومینو سزا توپیر لري؛ دوی به (۲- ۱۴ کلونه) د زندان د میلو شاته تېر کړي. بیړۍ د مصر د روسیتا له بندر څخه د ایټالیې په لور خوځیدلې وه. بیړۍ د اریتیریا، سوډان، سومالیې او مصر (۴۵۰) تنه اوسیدونکي لیږدول.

د بي بي سي یو راپور په ډاګه کوي چې د کښتۍ څښتن، خدمه او نور پرسونل یې مجرم پیژندل شوي دي. یوې میرمنې برائت تر لاسه کړی. تر ټولو لږ جرم دا دی چې اړونده مسوولینو د ژغورنې لپاره مناسب شیان نه دي کارولي، د مساپرو ژوند یې په خطر کې اچولی، له قربانیانو یې پیسې ترلاسه کړي، له مقاماتو یې مشکوک کسان پټ ساتلي او له قانوني جواز پرته یې کښتۍ کارولې.

 د سپټمبر دغې پیښې د مصر حکومت اړ  کړ چې یو داسې قانون تصویب کړي چې له مخې یې د کډوالو د قاچاقچیانو لپاره د بند موده او جریمه وټاکي. دې قانون د هغو قاچاقچیانو لپاره ،چې د ناقانونه کډوالو د قاچاق له لارې غواړي ترهګریز بریدونه وکړي، د قاچاق په مهال د کوم کډوال د مړینې یا معلولیت لامل وګرځي، ماشومان یا میرمنې قاچاق کړي او یا کډوالو ته جعلي اسناد جوړ کړي؛ د اوږده او عمري بند سزا ټاکلې ده.

د روان کال په فبروري کې مصر یوه داسې پروژه پیل کړه چې په دغه هیواد کې د ناقانونه کډوالۍ مخه ډب کړي او پر وړاندې یې غبرګون وښيي. له دې پروژې د برتانیا حکومت او کډوالو لپاره د نړیوال سازمان په ګډه ملاتړ کوي.

د دې  پروژې له لارې به داسې ټولنیز فعالیتونه وشي چې کډوال د ناقانونه کډوالۍ له خطرونو خبر شي او هغوی ته په مصر کې د ناقانونه کډوالۍ مثبت بدیلونه وښيي.