درېیوو نوښتګرو وترنرانو په افغاسنتان کې د ښځو لپاره چوکاټ مات کړ
وروستۍ لیکنه چې د خلکو پام یې را جلب کړ، په افغانستان کې د میرمنو د درې کسیزې وترنرې ډلې په اړه ده. دغو زړورو میرمنو د چاودنو او تبعیض په وطن کې د څارویو د روغتیا لپاره د یوه تجربوي مرکز مشري واخیسته چې د میرمنو نوي نسل ته په دې برخه کې د الهام سرچینه شي.
ډاکټره ملیحه رضايي، ملالۍ هیکل او ډاکټره طاهره رضايي د افغان نوي نسل درې میرمنې دي چې په ټولنه کې یې د ښځو د دودیز نقش پر وړاندې بغاوت وکړ او په تدریجي توګه په خپله دودیزه او قبیلوي ټولنه کې د فرهنګ د تغییر لپاره کار کوي.
دغه درې میرمنې چې شل کاله عمر لري، په افغانستان کې د څارویو لپاره، یواځینی ستر پالنځی او وترنري کلینیک لري چې کابل کې یې موقعیت دی او د نوزاد کانراد لیوس په نوم یادیږي.
دې میرمنو په یوه مقاله کې ،چې ګارډین ورځپاڼه کې نشر شوې، دا خبره شریکه کړې چې څنګه په کورني تبعیض او کرکې بریالۍ شوې او دوی له ویترنرۍ ښوونځي څخه کار پیل کړ او بیا یې په خپلو لارښوونو د وترنرۍ د زده کوونکيو راتلونکي نسل ته لاره وښوده.
ډاکټر رضایي، په ایران کې زیږیدلې، هغه په دیارلس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راستنه شوه. هغه وايي چې مور او پلار یې په بشپړه توګه د دې د تعلیم او د هغو کوښښونو ملاتړ کوي چې غواړي د افغانستان د ښځینه بوکسرانو اتله شي، خو د هغې پراخه کورنۍ ویرونکې ده.
رضايي، وايي: (( والدین، وروڼه او خویندې مې ملاتړ کوي او د دې ازادي یې راکړې چې هر هغه څه وکړم چې غواړم یې. )) هغه زیاتوي : (( خو زما د پراخې کورنۍ نور غړي مې ملاتړي نه دي. )) د دوی ډیری برخه په افغانستان کې لوی شوي او داسې فکر کوي چې نجونې له کوره بیرون نشي وتلای. دلته دا ښه فرهنګ نه دی.بیشکه چې دا سخت کار و؛ خو زما کار یې نور هم سخت کړ چې هغوی ته یې خپله غلطي ثابته کړم. دلته داسې فکر موجود و چې نجونې هیڅ کار نشي کولای او ما وغوښتل دوی ته وښییم چې نجونې له هلکانو کمې نه دي.
رضايي ته هغه تبعیضي چاپریال ور یادیږي چې کله دا په کابل پوهنتون کې په ۲۰۱۲ کال کې داخله شوې وه. دلته په ټولګي ۲۰ میرمنې او ۱۴۰ هلکان وو او ټول ښوونکي نران وو.
ځینو ښوونکيو نه غوښتل چې موږ ښه کار وکړو او زما درجه یې راټیټوله. هغه وايي: (( زموږ په ټولنه کې داسې باور دی چې ته هیڅ نشې کولای ځکه چې ښځه یې. نو کله چې زه بیرون لاړم چې د خلکو څارویو سره مرسته وکړم ځینې وخت خلکو اجازه نه راکوله چې څاروي یې لمس کړم خو وروسته ما دوی ته وښودل چې پر ما باور وکړي او دوی زما مننه وکړه. ))
درې کاله وړاندې وترنرۍ کلینیک د نوو کلینیکونو لپاره غونډه وکړه چیرته چې دوی پکې خپلې تجربې شریکې کړې.
رضايي وايي: (( میرمنې خوشحاله دي چې ښځینه ښوونکې لري. خو نارینه په اوله کې موږ نه مني او نه غواړي چې راته غوږ شي . خو کله چې ورته زړه پورې معلومات تدریس کړو، بیا غوږ نیسي.))
دا مقاله شریکه کړي