لوبغاړو په افغان ژمنیو لوبو کې سیالي وکړه

د ژمنیو لوبو فستیوال په مرکزي ولایت بامیان کې د فبروري په ۲۳ مه پیل شو چې له ۱۶۰ ډیرو نارینه او ښځینه وو ورزشکارانو پکې برخه واخیسته.
د بامیانو ولایتي چارواکي وايي چې ډیری برخوال له شپږو نږدې ولایتونو څخه راغلي وو، لکه میدان وردګ، کابل، پروان، بامیان، غزني او پنجشیر.
د نرانو ترمنځ په سکي سیالۍ کې نصرالله عصمتي لومړۍ جایزه وګټله، محمد علي عرفان او بومن علي دویم او درېیم مقام ترلاسه کړ.
د سکي په ښځینه سیالیو کې فاطمه نظري، ریحانه محمدي او ذکیه محمد په ترتیب سره لومړۍ، دویمه او درېیمه جایزه وګټله.
د کډوالو پروژې د یوې پوښتنې په ځواب کې مډال ګټونکې فاطمې نظري وویل: (( د افغان ورزشکارانو ترمنځ ژمنۍ لوبې مشهورې نه دي. د دغه شان فستیوالونو جوړول به ګرځندویان بامیانو ته را جلب کړي او په دې توګه به د دې ځای د خلکو اقتصاد ور سره وده وکړي. ))
ژمنۍ لوبې په بامیانو کې له کلونو راهیسې تر سره کیږي او د افغانستان په لومړني ملي پارک بند امیر کې پیلیږي.
ذکیه محمد چې د سکي په ښځینه سیالیو کې یې درېیم مقام ګټلی، له افغان ځوانانو سره یو پیغام شریک کړی دی:
(( افغانستان ډیر ځوان نفوس لري. دغه ځوان نسل د هرې برخې په پرمختګ کې کلیدي نقش لري. غواړم پر ځوان نسل غږ وکړم چې خپل هیواد کې پاتې شي او د افغانستان په پرمختګ کې برخه واخلي. ))