په ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو ملاتړ
له ۲۰۰ ډیر افغان ماشومان چی په ایران کې اوسیږي، دوی په دې وروستیو کې په یو ورځني تعلیمي فعالیتونو پروګرام کې برخه واخیسته، دا پروګرام د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ لخوا په تهران کې تنظیم شوی و او د بیګانه وو لپاره د ایران ولایتي څانګه، د خارجي کډوالو چارواکي او نور مدني فعالان یې همکاران وو.
د غونډې موخه دا وه، څو د کډوالو ماشومانو د ساتنې یا ملاتړ لپاره د اړینو موضوعاتو په اړه د پوهاوي کچه لوړه شي. د دې غونډې ډېری فعالیتونه د ټنډې په پراختیا (زغم) میلمه پالنې، او اړوندوالي (یعنې د کوربه هیواد وګړي باید کډوال ماشومان له خپلې خاورې سره تړلي وګڼي) – ان که په خپل هېواد کې هم نه وي ((یعنې که د کوربه هېواد وګړي په خپله هم د دې خاورې نه وي)) او همدارنګه د دې کډوالو د کلتور، دودونو او اصلیت په پام کې نیولو متمرکز وو..
اوسمهال شاوخوا درې میلیونه کډوال په ایران کې اوسیږي چې ډیری یې د افغانستان دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي، تیر سپتمبر ایران ته د یوه رسمي سفر په مهال وویل چې ایران حکومت افغان کډوالو ته د کار ویزې او اسنادو ورکړي پروسه شروع کوی.
د ایرن د کورنیو چارو وزیر رحماني فضلي، هم ورته څرګندونې وکړې. هغه وویل : (( موږ موافق یوو، هغه خلک چې غواړي ایران ته لاړ شي، باید د قانوني ویزې لپاره درخواست وکړي. له دې لارې موږ کولای شو د انساني قاچاق مخنیوی وکړو چیرته چې خلک انساني قاچاقبرو ته په لاره کې پیسې ورکوي او یا وژل کیږي. ))
دا مقاله شریکه کړي