کډوالو یونان کې د یوه پنډغالي د وضعیت په غبرګون کې مظاهره وکړه

د ایرو نیوز د خبر په حواله د یونان په لیسبوس ټاپو کې د موریا کیمپ شاوخوا (۱۰۰) کډوالو دغه کیمپ کې د ژوند کولو د وضعیت په اړه مظاهره وکړه.

د یونان حکومت د شمېرنو له مخې، دا مهال (۸۰۰۰) کډوال په لیسبوس ټاپو کې ژوند کوي. (۵۵۰۰) نور بیا په موریا کیمپ کې ځای پر ځای شوي دي، دا ځای په پرلپسې توګه له ګڼې ګوڼې او غیر صحي وضعیت سره مخ دی، مظاهره چیان دا ځای ته اوس د زندان نسبت کوي.

د دې کیمپ کډوال وايي چې په ناوړه حالت کې ژوند کوي او ډېر کم خوړو او د څښلو اوبو ته لاسرسی لري. په یونان کې ځینې خیریه ادارې پر حکومت غږ کوي چې د را روان ساړه ژمي له کړاو څخه د کډوالو د ژغورنې په موخه زیات څه وکړي.

افغان کډوال سید وسیم شاهنواز وايي: (( باید موږ سره مرسته وکړئ، دا یو انساني کار دی، مه پریږدئ چې موږ زندان ( موریا کیمپ) کې پاتې شوو. غواړم د تشنابونو په اړه خبره وکړم: ډیر ناوړه دي، اوبه نشته، صفايي نشته. دلته د هر یوه ژوند داسې دی لکه مړ چې وي!))

هره ورځ اجین ټاپو ته د درجنونو خلکو راتګ ادامه لري او هر یو د پناه اخیستنې غوښتنه کوي. د ترکیې او اروپا تر منځ د شوې هوکړې له مخې دوی باید تر هغې ټاپو ګانو کې پاتې شي چې د پناه غوښتنې پروسه یې بشپړه شي. که درخواست یې رد شي نو بیرته به ترکیې ته وشړل شي. په موریا کیمپ کې ډير خلک د کلونو راهیسې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه مامور بوریس چیشیرکوف (Boris Cheshirkov) فرانس پریس اژانس ته ویلي: (( موریا کیمپ کې شدیده ګڼه ګوڼه ده. موږ به له حکومته دې غوښتنې ته ادامه ورکړو چې په بیړنۍ توګه د موریا کیمپ د ګڼه ګوڼې چاره وکړي. ))