پولیس د پاریس کانال پر غاړه د کډوالو کیمپ تخلیه کوي

د کورنیو چارو وزارت د امر سره سم، پولیس به د پاریس کانال په غاړه ۲۳۰۰ میشت کډوال وشړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیراد کولمب (Gerard Collomb) د پاریس ښار مسوولینو ته امر کړی چې په زوره هغه کیمپ ،چې کډوالو ځانته خپله جوړ کړی، خالي کړي.دا کیمپ د پاریس کانال په غاړه په تیرو څو میاشتو کې غځیدلی. دې کیمپ د یوې بشري مسئلې په توګه ځان ښکاره کړی چې له دې زیات د پاریس خلکو ته د زغم وړ نه دی.

د پاریس په شمال ختیځ کې پروت د دغه مشهور کانال په غاړه عمدتا سوډانیانو، اریتیریايي او افغان کډوالو خیمې درولي دي. دا ځای چې مغازې، بانکونو او نورو سوداګریزو مرکزونو ته نږدې دی، بایسکل سپرو او پیاده خلکو ترې کار اخیسته.

د روانې میاشتې په لومړیو کې دوه نارینه کډوال چې یو افغان او بل یې شاید سوډانی یا سومالیايي وي، دې کانال ته وغورځیدل. د پیسو او قیمتي شیانو د لوټ په سر جګړې هم د کډوالو د ژوبلې لامل شوی او دا شخړې پر مسوولینو فشار راوړی چې پر وړاندې یې ګام پورته کړي.

د دې میاشتې په لومړیو کې پاریس ښاروال آني هیډالګو(Anne Hidalgo) له حکومته وغوښتل چې په بیړنۍ توګه دغو کډوالو ته پناه ځایونه ورکړي. دا کډوال پر غیر انساني شرایطو کې د ښار په کوڅو کې پر سپین میدان ویده کیږي.

حکومت بیا ټینګار کوي چې ښاروال باید دغه کیمپ له کډوالو خالي کړي. د کورنیو چارو وزیر کولمب ویلي چې ده پولیسو ته امر کړی چې څومره چې ژر کیدای شي د کیمپ د تخلیې لپاره لاس په کار شي. نه یوازې دا چې پناه ځایونه به ورته چمتو شي، اداري کنټرول لاندې به هم راشي. وزیرپه دې خواشیني وښوده چې ښاروال د کډوالو له شړلو څخه انکار کړی.

د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د پاریس ښار اصول به د دې عملیاتو په چمتو کولو کې ضروري وي؛ ځکه که چیرې دا کیمپونه بیا و رغول شي، دا به بې ګټې وي. که چیرې په خپل سر د کیمپونو د جوړولو د مخنیوي لپاره ځايي مسوولین اقدامات ونکړي، نو دا وضعیت به همداسې په نا محدوده تکراریږي

کولمب زیاته کړي چې دی ویني چې د کډوالو تخلیه یو فرصت دی چې له هغو کسانو هرکلی وشي کوم چې د فرانسې لخوا د ساتنې وړ ګڼل کیږي او دا د هغوی د شړلو لپاره هم یو فرصت دی چې په فرانسه کې د اوسیدو مستحق نه دي.

د دې کیمپ تخیله په خپل ذات کې ۳۵ عملیات دی چې د ۲۰۱۵ کال له دوبي راهیسې په پاریس کې ترسره کیږي، په کوم کې چې پولیسو له شاوخوا (۲۸۰۰۰) کډوالو څخه سیمه پاکه کړه.

څلرویشت کلن عبدالجبار له شپږ میاشتني سفر وروسته له افغانستان څخه پاکستان، ایران، ترکیې، بلغاریا، صربیا او بیا د می میاشت په درېیمه اونۍ کې فرانسې ته را ورسید.

جبار وايي چې مور او پلار یې دې سفر ته هڅولی و او ترې غوښتلي یې و چې پناه وغواړي. هغه وايي: (( دلته ډير بد حالت دی. زه چپرکټ نلرم، خواړه نلرم او حمام هم نشته او د شپې لخوا ډير ساړه وي.))

 

TMP – 14/06/2018